په پوره مسئولیت سره د غوره بانکي خدمتونو پر واندې کولو د افغانستان بانک د رئیس ټینګار

Mpoya
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۱:۹
په پوره مسئولیت سره د غوره بانکي خدمتونو پر واندې کولو د افغانستان بانک د رئیس ټینګار

۱۴۴۶ د ربیع الاول ۴ مه – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا له شمال زون، مزار شریف او حیرتان کې د افغانستان بانک له څانګو لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د اسلامي بانکوالۍ پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دا بانکوالي د اسلامي شریعت د اصولو پر بنسټ فعالیت کوي، چې سود (ربا) په کې نشته او پر ټولنیز عدالت ټینګار کوي. د نوموړي په خبره یادو ټکو ته په کتلو سره په کار ده چې دې بانکوالۍ ته پراختیا ورکړل شي.

د افغانستان بانک رئیس د یاد زون او څانګو له مسئولینو وغوښتل چې خلکو ته په پوره مسئولیت سره خدمتونه وړاندې کړي. نوموړي وویل، له فساد سره مبارزه، امانتداري، له مشتریانو سره ښه چلند او پر وخت دندو ته حاضریدل هغه ټکي دي چې ټول کارکوونکي یې باید په پام کې ونیسي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک رئیس څو ورځې وړاندې د افغانستان بانک له څانګو څخه لیدنې، چارو د ارزونې، ستونزو د حل او کارکوونکو ته د لازمو لارښونو په موخه سفر پیل کړی او تر دې مهاله یې په بېلابېلو ولایتونو کې د دې بانک له څانګو لیدنې کتنې تر سره کړې دي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته