په سوېل لویدیځ زون کې راټول شوي زاړه بانکنوټونه وسوځول شول

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۱۱:۳۷
په سوېل لویدیځ زون کې راټول شوي زاړه بانکنوټونه وسوځول شول

د افغانستان بانک قانون د ۳۹ او ۴۲ مادو او شته کړنلارو پر بنسټ د افغانۍ د زړو بانکنوټونو د سوځېدو په برخه کې، د افغانستان بانک څلور سوه او شل میلیونه او اته سوه یو دېرش زره (۴۲۰۸۳۱۰۰۰) افغانیو په کچه راټول شوي زاړه بانکنوټونه په سوېل لویدیځ زون کې په دوو پړاونو کې د ګمارل شوي پلاوي تر څار لاندې له کره شمېرنې او کنټرول وروسته د ۱۴۰۲ کال د لړم د میاشتې په ۱ او ۲ نېټه په کندهار ولایت کې وسوځول. باید ووایو چې په دې بانکنوټونو کې د ۱، ۲، ۵، ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰، ۱۰۰۰، افغانۍ انواعیې شاملې وې.

د افغانستان بانک لومړی مرستیال ښاغلی نور احمد آغا چې د زړو بانکنوټونو د سوځېدو د پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته تللی وو، د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د افغانستان بانک تل هڅه کړې څو خپلو درنو هېوادوالو ته په راکړو ورکړو کې اړینې بانکي او مالي اسانتیاوې رامنځ ته کړي. همدا ډول هغه زیاته کړه چې د افغانستان بانک له درېیو میاشتو راهیسې نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي او په بدل کې یې زاړه بانکنوټونه له ګردښت څخه بهر کړي دي چې اوس مهال یې د سوځېدو پروسه له کندهار ولایت څخه پیل شوه.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د بانکنوټونو د ژر زړېدو بنسټیز لاملونه په بازار کې د نغدو پیسو کارول، د ورکړې د برېښنايي سیستمونو او اعتباري کارتونو نه کارول، د پیسو په شمېرلو کې د یو شمېر هېوادوالو ناسم چلند او د بانکونو پر ځای په کورونو کې د پیسو ساتل په ګوته کړل او له ګرانو هېوادوالو یې وغوښتل څو دې اصل ته په پاملرنې سره له موږ سره همکاري وکړي. 

ښاغلي نور احمد آغا وویل چې د افغانستان بانک د ورکړو د برېښنايي کولو په برخه کې اغېزناکه هڅې ترسره کړي چې د خلکو په همکارۍ او د دې سیستمونو په کارولو سره په راتلونکي کې کولای شو له یوې خوا د بانکنوټونو د ژر زړېدو مخه ونیسو او له بلې خوا ورکړې چټکې، خوندي، رڼې او معیاري ترسره کړو. 

د یادونې وړ ده چې په سوېل لویدیځ زون کې راټول شوي زاړه بانکنوټونه د مالیې او عدلیې وزارتونو، د کندهار ولایت د امنیتي مسوولینو او کارکوونکو، د افغانستان بانک د بېلابېلو شعبو له استازو او اړوندو ادارو څخه د جوړ شوي پلاوي په حضور کې ځانګړو بټیو (کورو) ته انتقال او وسوځول شول.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته