د افغانستان د بانکي امانتونو د ملاتړ صندوق لوی آمریت (ADPF)

موخې او تأسیس

د افغانستان د بانکي امانتونو د ملاتړ صندوق په سوداګریزو بانکونو کې د خلکو د امانتونو د ساتنې، د بانکي ثبات د ساتنې او په هېواد کې پر بانکي نظام د خلکو د باور راجلبولو په موخه د افغانستان بانک په چوکاټ کې د لوی آمریت په توګه د پورتنیو اهدافو د تأمین په موخه تأسیس شوی دی، چې د دې موخو ترلاسه کول د باور فضا او په هېواد کې پر مالي نظام د خلکو ټولیز باور رامنځته کوي.

لیدلوری

په سوداګریزو بانکونو کې د خلکو د امانتونو د ملاتړ له لارې د بانکي نظام په ساتنه او ثبات کې ونډه اخیستل.

د افغانستان د بانکي امانتونو د ملاتړ صندوق پولي سرچینې

د افغانستان د بانکي امانتونو د ملاتړ صندوق د پیسو سرچینې له څلورو بنسټیزو سرچینو څخه تشکیلېږي چې دا سرچینې عبارت دي له د افغانستان بانک او مالیې وزارت څخه ترلاسه شوې ابتدایي او دوراني پانګه، د سوداګریزو بانکونو حق العضویت، له سوداګریزو بانکونو څخه په میاشتنۍ توګه د بیمې د کلني حق (Premium) راټولول او د دې ادارې د فنډ د پانګونې له پروسې څخه ترلاسه شوي عواید.

د افغانستان د بانکي امانتونو د ملاتړ صندوق غړیتوب

ټول هغه سوداګریز بانکونه چې له د افغانستان بانک څخه یې د کار او فعالیت جواز ترلاسه کړی دی؛ د افغانستان د بانکي امانتونو د ملاتړ صندوق (ADPF) غړیتوب لري چې هر سوداګریز بانک هر کال په میاشتنۍ توګه یو مقدار ټاکل شوي وجوه د بیمې د حق (Premium) په توګه د  (ADPF) ته ورکوي.

د اسلامي بانکوالۍ او دودیزې بانکوالۍ امانتونه

د اسلامي بانک او د اسلامي بانکوالۍ د دریڅې د امانتونو د ملاتړ له لارې ترلاسه شوي وجوه د دودیزې بانکوالۍ د امانتونو د ملاتړ له وجوهو سره توپیر لري او د اسلامي بانک او د اسلامي بانکوالۍ د دریڅې د بیمې د حق د راټولولو له پروسې څخه ترلاسه شوي عواید د دودیزو بانکونو څخه بیل او خپلواک دي او په جلا حسابونو کې راټولېږي.

د افغانستان د بانکي امانتونو د ملاتړ صندوق عمومي کړنلاره

د افغانستان د بانکي امانتونو د ملاتړ صندوق توانیدلی څو د افغانستان د بانکي امانتونو د ملاتړ صندوق عمومي کړنلاره چې د دې صندوق ټولي کاري برخې په کې شاملې دي، ترتیب او نهایي کړي چې د دې صندوق اړوند ټولې چارې رانغاړي.