په بلخ ولایت کې د لومړي ځل لپاره د پولي خدمتونو شرکت ته جواز ورکړل شو
![په بلخ ولایت کې د لومړي ځل لپاره د پولي خدمتونو شرکت ته جواز ورکړل شو](/sites/default/files/2020-02/dabwebsite_3.jpg)
د افغانستان بانک د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د سکتور د معیاري کولو، ښه والي او پیاوړتیا په موخه په کابل، هرات او کندهار ولایتونو کې د پولي خدمتونو او صرافۍ جوازونو د ورکړې په لړ کې داځل په مزار شریف ښار کې د مراد زاده پولي خدمتونو شرکت ته د پولي خدمتونو د شرکت لومړنی جواز د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ورکړل شو.
یاد جواز د مراد زاده پولي خدمتونو شرکت د مسؤلینو، صرافانو او د افغانستان بانک د کارکوونکو په شتون کې د افغانستان بانک د شمال زون آمریت د سرپرست او مرستیال، ښاغلي محمد اسرار پویا له لورې د یاد شرکت ونډه لرونکو ته ورکړل شو.