د افغانستان بانک مطبوعاتي اعلامیه!

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۰/۶/۱۱ - ۱۳:۱
د افغانستان بانک مطبوعاتي اعلامیه!

د افغانستان بانک ټولو درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې له سوداګریزو بانکونو سره ستاسو امانتونه خوندي دي او اوس مهال د سوداګریزو بانکونو فعالیتونه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې پیل شوي دي، ټول سوداګریز بانکونه د افغانستان بانک له لوري د جوړې شوې کړنلارې پر بنسټ خپل فعالیتونه تر سره کوي او ډېر ژر به د بانکي او مالي نظام ټول فعالیتونه نارمل حالت ته را وګرځي.

د افغانستان د اسعاري زیرمو د کنګل کېدو په اړه تر دا مهاله د افغانستان بانک ته د اړوندو مراجعو له لوري کوم رسمي خبر نه دی رسېدلی، دې بانک هم د رسنیو له لارې دا خبر تر لاسه کړی دی. د همدې خبر په تر لاسه کولو سره د افغانستان بانک عامل پلاوی د یادې ستونزې د حل په موخه لاس په کار شوی دی او یاده ستونزه یې د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکه کړې ده، په دې اړه لازم اقدامات شوي دي او یاده ستونزه به په نږدې راتلونکي کې ژر تر ژره حل شي.

د افغانستان بانک په هېواد کې د بانکي او مالي نظام د پرمختګ لپاره ژمن دی او د دې بانک رهبري هڅه کوي چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره غوره بانکي او مالي اړیکې ولري.

درنښت

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته