د سوداګریزو بانکونو سره د همغږۍ غونډه

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۰/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
د سوداګریزو بانکونو سره د همغږۍ غونډه

۱۴۰۰ د وږي ۱۵مه -  د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي ملا عبدالقاهر په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د پیسو د کورني او نړیوال لېږد را لېږدپه اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د سوداګریزو بانکونو استازو ته په دې اړه لازمې لارښوونې وکړې او له دوی یې وغوښتل چې د بانکي خدمتونو په برخه کې د خلکو لپاره لا زیاتې آسانتیاوې رامنځته کړي.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد د غونډې په وروستۍ برخه کې یادونه وکړه چې د ا.ا.ا د مالي او بانکي سکتور پر مختګ ته ژمن دی او هڅه کوي چې د سوداګریزو بانکونو ټولو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د رهبري پلاوي او یو شمېر کارکوونکو سربېره د بانکونو د ټولنې مسئولینو، د نوي کابل بانک، افغان ملي بانک، غضنفر بانک، پښتني بانک، د افغانستان نړیوال بانک، عزیزي بانک، میوند بانک، افغان یونایټډ بانک، د افغانستان اسلامي بانک، الفلاح بانک، د کوچنیو پورونو لومړني بانک او د پاکستان نشنل بانک استازو ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د افغانستان بانک له سویل لویدیځ زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د جمادي الثاني ۶ مه - د افغانستان بانک له اړوندو  کړنلارو سره سم د ۴۰۵،۸۹۲،۰۰۰ (څلور سوه پنځه میلیونه او اته سوه دوه نوي زره) افغانیو په ارزښت له سویل لویدیځ زون څخه راټول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۲۱
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال په ترکیه کې د ترکیې د مشارکتی بانکونو د ټولنې له مشر سره ولیدل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي چې ترکیې هېواد ته یې سفر کړی، د ترکیې د مشارکتی بانکونو د ټولنې  (TKBB)  له مشر ښاغلي اسماعیل یورال او د دې ټولنې. . .

بېرته خبرونه ته