افغانستان ته د بشرپاله مرستو پر دوام د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو بله کڅوړه را ورسېده
۱۴۰۱وری ۱۶ مه - افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې نن ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر نغده مرسته را ورسېده. افغانستان ته د بشرپاله مرستو له پیل تر دې مهاله دا شلم ځل دی چې کابل ته په نغد ډول مرستې راځي او د افغانستان نړیوال بانک یا (AIB)ته سپارل کېږي.
د افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې له مرستو مننه کوي او تمه لري چې په ټولو مالي او بانکي برخو کې هم له نړیوالو سره غوره اړیکې ولري.