د ایکو سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) د مدیره پلاوي د پنځه نوي‌یمې او شپږ نوي‌یمې غونډې جوړېدل

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۱:۴
د ایکو سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) د مدیره پلاوي د پنځه نوي‌یمې او شپږ نوي‌یمې غونډې جوړېدل

د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د تلې د میاشتې په ۸ نېټه د ایکو سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) د مدیره پلاوي پنځه نوي او شپږ نوي‌یمه غونډه د ترکیې هېواد په استانبول ښار کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د ایکو سوداګرۍ او پراختیا بانک رئیس او د غړو هېوادونو (ترکیې، ایران، پاکستان، افغانستان، اذربایجان، قرغزستان) استازو حضور درلود چې د افغانستان په استازیتوب د افغانستان بانک د پولي سیاست لوی آمر ښاغلي احمد جواد سداد پکې ګډون کړی ؤ.

په پیل کې د تېرې غونډې صورت جلسه د اداري پلاوي له خوا تصویب شوه. بیا، یو ترکي شرکت ته د پور ورکولو او همدارنګه په ترکیه هېواد کې یو شمیر مالي / بانکي بنسټونو ته د پور ورکولو د حد د بیا کتنې په اړه پریکړې وشوې. ورپسې ایران هېواد کې د یو شمیر بېخبنسټیزو پروژو لپاره د ایکو بانک د پورونو د بېرته ورکولو تازه راپور هم وړاندې شو.

په آخر کې د بانک د بشري سرچینو د پاليسۍ په ګډون د بانک يو شمېر مقررات او تګلارې تر بحث لاندې ونيول شول او د څلورو نورو هېوادونو (ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او ترکمنستان) د هڅونې او له دې بانک سره د یو ځای کېدو په اړه بحث او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

د یادونې وړ ده چې دغه بانک په سيمه کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د مالي او اعتباري آسانتیاوو د رامنځته کولو، دودولو او وړاندې کولو او همدارنګه د ایکو سازمان تر څار لاندې د غړو هېوادونو د اقتصادي پراختیا د چټکتیا په موخه پرانیستل شوی دی چې افغانستان د یاد بانک د غړي په توګه په منظمه توګه په غونډو کې برخه اخلي او په فعاله توګه ګډون کوي.

د افغانستان بانک تل هڅه کوي چې له بانکونو او نورو نړیوالو او سیمه ییزو مالي بنسټونو سره غوره اړیکې ولري او د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې مثبت رول ولوبوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته