هېواد ته د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو د نغدې کڅوړې را رسېدل

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۱ - ۱۴:۹
هېواد ته د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو د نغدې کڅوړې را رسېدل

۱۴۴۴ د ربیع الثاني ۷ مه  – افغانستان ته د بشر پاله هېوادونو د مرستو په لړ کې  نن د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو نغده کڅوړه را ورسېده او په کابل کې یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه. دا په روانه اونۍ کې دویمه کڅوړه ده چې هېواد ته را رسېږي.

د افغانستان بانک هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو  له راتګ څخه قدر داني کوي او د نړيوالې ټولنې له مرستو  د مننې  تر څنګ له مرسته کوونکو هېوادونو غواړي چې په نورو بانکي برخو کې هم له افغانستان سره تعامل  ولري.

د افغانستان بانک مشرتابه په دې باور دی چې د بانکي سکتور له لارې د بشر پاله مرستو ترسره کول روڼتیا رامنځته کوي او خلکو ته د بشري  مرستو رسولو په برخه کې آسانتیاوې راولي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته