د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه د افغانستان بانک بېړنۍ غونډه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د کب ۲۴ مه – د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي په مشرۍ چې د افغانستان بانک د بېړنۍ کمېټې مشري هم کوي غونډه جوړه شوه او په کې د یادې کمېټې مسئولینو ته دنده وسپارل شوه چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپارهاړین ګامونه پورته کړي.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال د بېړنۍ کمېټېله لوري د دې ویروس څخه د ځان ساتنې لپاره په رامنځته شویو لومړنیو تدبیرونو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د افغانستان بانک د کارکوونکو او مراجعینو لپاره د لازیاتو تدبیرونو د رامنځته کولو ژمنه وکړه.
باید وویل شي چې د افغانستان بانک د بيړنۍ کمېټې له لوري تر دې مهاله د افغانستان بانک د کارکوونکو لپاره د ویروس ضد لاس وینځونکي مواد برابر کړي، له یو ځایي خوړنځای څخه مخنیوی شوی چې هر یو کارکوونکي ته په ځانګړو پاکټونو کې خواړه رسول کېږي، د کارکوونکو لپار ماسکونه او دستکشونه رانیول شوي، د بانک وړکتون تړل شوی او د دې بانک اړوندو څانګو کې د ویروس ضد درمل شیندل شوې دي.
پاتې دې نه وي چې د افغانستان بانک په خپلو کارکوونکو چې بهرنیو هېوادونو ته سفرونه کوي بندیز لګولی او د یاد بانک اجازه نه لري چې د یاد ویروس تر له منځه تلو تر مهاله پورې کوم بهرني هېواد ته سفر وکړي.
همدارنګه په دې غونډه کې بېړنۍ کمېټې پرېکړه وکړه چې د دغه بانک په اډانه کې تر ډېرو اړینو غونډو پرته پر نورو هر ډول غونډو چې زیات کسان په کې را ټولېږي بندیز ولګول شي.
په پام کې ده چې د افغانستان بانک بېړنۍ کمېټه به د خپلو کارکوونکو او مراجعینو لپاره د یاد ویروس د مخنیوي لپاره یو شمېر نور اړین تدبیرونه هم ونیسي چې په دغو تدبیرونو کې به د بانک کارکوونکو او مراجعینو د روغتیایي وضعیت د چک او کنترول لپاره د ترمامترونو رانیول، د برېښنایي حاضرۍ د بڼۍ بدلون او نور اړین تدبیرونه شامل وي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک په بیړنۍ کمېټه کې چې نوې رامنځته شوې ده، د افغانستان بانک د ټولو ناظر، د عمومي خدمتونو، مالي او محاسبې، بانکي عملیاتو، مالي خدمتونو د پراختیا او بشري سرچینو آمریتونه شامل دي چې د بشري سرچینو د معاشونو او امتیازونو مدیر د دې کمېټې د منشي دنده پر غاړه لري.