د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست، د ولسی جرګې له لومړي مرستیال سره ولیدل

د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د ولسي جرګې له لومړي مرستیال ښاغلي احمد جاوید جیحون سره ولیدل. په دې غونډه کې لومړی د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلي اجمل احمدي، ښاغلي احمد جاوید جیحون ته د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او نوموړي ته یې په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه. همدارنګه په دې غونډه کې د هېواد پر یو شمېر بانکي او اقتصادي موضوګانو هم خبرې وشوې.
د یادونې وړ ده چې په یاده غونډه کې د افغانستان د خونو فدراسیون رئیس ښاغلي محمد اسماعیل غضنفر هم ګډون درلود.