د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست، د ولسی جرګې له لومړي مرستیال سره ولیدل

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۱۰:۳۹
د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست، د ولسی جرګې له لومړي مرستیال سره ولیدل

د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د ولسي جرګې له لومړي مرستیال ښاغلي احمد جاوید جیحون سره ولیدل. په دې غونډه کې لومړی د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلي اجمل احمدي، ښاغلي احمد جاوید جیحون ته  د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او نوموړي ته یې په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه. همدارنګه په دې غونډه کې د هېواد پر یو شمېر بانکي او اقتصادي موضوګانو هم خبرې وشوې.

د یادونې وړ ده چې په یاده غونډه کې د افغانستان د خونو فدراسیون رئیس ښاغلي محمد اسماعیل غضنفر هم ګډون درلود.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته