د افغانستان بانک خبرتیا

Mpoya
Mon, Apr 03 2023 1:59 PM
د افغانستان بانک خبرتیا

د هېواد درنو خلکو، په ځانګړې توګه په سوداګریزو بانکونو کې د حساب لرونکو سره مو د خپلو  ژمنو له مخې اوس د پېرودونکو د امانتونو د ورکړې په بهیر کې اسانتیاوو د رامنځته کولو، د هېوادوالو مالي ستونزو ته د رسېدنې او د بانکي نظام د چارو د لاښه والي په موخه  لاندې اسانتیاوې په پام کې نیولې دي چې ټول سوداګریز بانکونه او د بهرنیو بانکونو نماینده ګۍ یې په پلي کولو مکلف دي.

۱-  د امریکایي ډالرو انفرادي حساب لرونکو ته په اونۍ کې د ۶۰۰   امریکایي ډالرو ورکړه، چې له دې وړاندې په اونۍ کې ۴۰۰   امریکایي ډالر وو او که غواړي چې په میاشت کې یوازې یو ځل له خپل حساب څخه پیسې واخلي ۲۰۰۰ امریکایي ډالر اخیستلای شي، له دې وړاندې دا مبلغ ۱۲۰۰ امریکایي ډالر ؤ؛

۲-  د افغانۍ انفرادي حساب لرونکو ته په اونۍ کې ۵۰۰۰۰ افغانۍ، چې له دې وړاندې ۳۰۰۰۰ افغانۍ وې او که وغواړي چې په میاشت کې یو ځل له خپل حساب څخه پیسې واخلي ۲۰۰۰۰۰ افغانۍ اخیستلای شي، له دې وړاندې ۱۰۰۰۰۰ افغانۍ وې؛

۳-  د شرکتي حسابونو لپاره ٪ 5 ټاکل شوی، چې په میاشت کې حد اکثر د 40000  امریکایي ډالرو څخه زیات نه شي، له دې وړاندې حد اکثر 25000  امریکایي ډالر وو.

۴-  په همدې ډول د وړو او متوسطو شرکتونو بانکي ضمانتونه چې د ۳۰۰ زره افغانۍ معادل يا له دې کم وي، اجرا او نغدي تضمين بايد د افغانستان بانک له متحدالمال سره سم د دوی بانکي حساب ته ولېږدول شي.

په ورته وخت کې، هغه درانه پیرودونکي چې خپلې پیسې یې د ۱۲/۰۸/۱۴۰۰ نېټې څخه وروسته په بانکونو کې جمع کړي او یا یې له دې وروسته جمع کوي، هر وخت چې وغواړي په مکمله توګه یې اخیستلای شي او یا یې هم بل حساب ته لېږدولای شي. هغه سوداګریز بانکونه او د بهرنیو بانکونو نمایندګۍ چې سرغړونه وکړي او یا هم له پېرودونکو په دې اړه مستند شکایتونه تر لاسه شي له دوی سره به اصولي چلند وشي.

د خپلو شکایتونو د ثبتولو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان بانک ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ او د شکایتونو دریڅه کې خپل شکایت ثبت کړئ او یا هم د info@dab.gov.af او customer.protection@dab.gov.af  برېښنالیکونو له لارې زمونږ سره وصل شئ.

د افغانستان بانک د خپلې ژمنې پر بنسټ هڅه کوي چې په دې برخه کې د خپلو هېوادوالو لپاره نورې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي او د بانکي نظام ټول فعالیتونه عادي حالت ته را وګرځوي، ترڅو پدې وسیله درنو هېوادوالو ته د اغېزناکو خدمتونو تر څنګ د لویو اقتصادي پروژو په تمویل او بیا رغونه کې خپل مثبت رول ولوبوي.

Latest news

Wed, Jul 23 2025 4:50 PM
Background image

DAB Reports on Major Achievements, Performances Over Past Year

July 23, 2025 Officials from Da Afghanistan Bank (DAB) presented the institution’s key achievements over the past year during the Government Accountability to the Nation program at. . .

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

BACK TO NEWS