د افغانستان بانک دویم مرستیال معرفي شو

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۱۳:۵۹
د افغانستان بانک دویم مرستیال معرفي شو

۱۴۴۵ د ربیع الثاني ۷ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري له لوري د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلی حاجي ملا محمد آخوند د دې بانک کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وو، د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري نوموړي ته په چارو کې د لا ډېرو بریالیتوبونو غوښتنه وکړه. د افغانستان بانک سرپرست رئیس د ښاغلي حاجي ملا محمد آخوند تجربو ته په اشارې یادونه وکړه چې د افغانستان بانک د پولي سیاستونو د طرح کوونکي، د دولت د بانکوال، مالی سلاکار او استازي په توګه دنده سر ته رسوي، هیله وښوده چې د نوموړي راتګ به د افغانستان بانک لپاره لا ډېر ګټور تمام شي.

باید وویل شي چې ښاغلی حاجي ملا محمد آخوند په مالي او بانکي چارو کې څو کلنه تجربه لري او له دې وړاندې یې هم په د افغانستان بانک او مالیه وزارت کې دندې تر سره کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د نوموړي د پېژندنې په غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا او د دې بانک د بېلابېلو آمریتونو آمرینو او مرستیالانو هم ګډون درلود.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته