د افغانستان بانک ۱۲ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۶ - ۱۳:۱۹
د افغانستان بانک ۱۲ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

۱۴۴۳ رمضان ۲۵ مه - د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۳ کال د رمضان د میاشتې په ۲۶ نېټه (۱۴۰۱/۰۲/۰۷) د چهار شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې د اړتیا په صورت کې (۱۲) میلیونه امریکايي ډالره په لیلام ډول پلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابروي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د افغانستان د شمال زون په مزار شریف ښار کې د مالي خدمتونو د پراختیا په موخه ولسي غونډه

۱۴۴۶ شوال المکرم ۲۲ مه - د افغانستان بانک له لوري د هېواد په شمال زون کې ولسي غونډه جوړه شوه چې په کې مالي خدمتونو ته د آسانه لاسرسي، د ځایي اقتصادونو د پیاوړتیا او د اداینو د برېښنایي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۲:۲۳
Background image

د افغانستان بانک لومړی مرستیال خلکو ته د معیاري مالي او بانکي خدمتونو وړاندې کولو په اړه ټینګار وکړ

۱۴۴۶ شوال المکرم ۲۱مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد او مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د شمال زون له همکارانو سره ولیدل او د کارونو ارزونه یې وکړه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۱:۲۵
Background image

د افغانستان بانک 20 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1446 شوال المکرم 11 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د شوال المکرم د میاشتې په 12 نېټه (1404/01/21) د پنج شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (20) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

بېرته خبرونه ته