د افغانستان بانک 10 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي
1400کال د لړم 24 مه- د افغانستان بانک غواړي چې د 1400 کال د لړم میاشتې په 25 نېټه د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ په اوږدوکې شاوخوا 10 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې وپلوري. د افغانستان بانک په دې پروسه کې د ګډون کولو په موخه له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې د شرایطو لرونکي وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د ورځې تر پایه پورې (T) تصفیه کړي.
د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.