د بشرپاله مرستو پر دوام د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو د کڅوړې را رسېدل
۱۴۴۳/۱۰/۰۸- افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې نن ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر نغده مرسته را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
د افغانستان بانک هیواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو له راتګ هر کلی کوي او د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ تمه لري چې په نورو مالي او بانکي برخو کې هم له دې بانک سره غوره بانکي اړیکې وپالي.