د ملگرو ملتونو د سازمان پلاوي سره د افغانستان بانک د چارواکو لیدنه

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۵:۵۸
د ملگرو ملتونو د سازمان پلاوي سره د افغانستان بانک د چارواکو لیدنه

۲۸ ربیع الثانی ۱۴۴۴ –  د افغانستان بانک چارواکو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې. په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد، د افغانستان بانک د پالیسۍ ستر سلاکار ښاغلي لطف الحق پسرلي د یوناما له استازي مرستیال ښاغلي رامیز الاکبروف او د هغه نورو همکارانو سره د ملي اقتصاد ودې، د بانکي سکتور عادي کولو او د بشري مرستو د همغږۍ په اړه خبرې وکړې او له ګډوانوالو سره یي خپل نظریات شریک کړل.

د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د سازمان د دفتر له فعالیتونو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت په ښه والي کې د یوناما رول اغېزناک وو. ښاغلي خالد زیاته کړه چې له نېکه مرغه د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت مخ په ښه کېدو دی او بانکي نظام هم زیاتې لاسته راوړنې لرلې دي.

د افغانستان بانک د پالیسۍ ستر سلاکار، ښاغلي لطف الحق نور پسرلي وویل چې د افغانستان بانک ژمن دی څو د ملي او نړیوالو قوانینو په رڼا کې هېوادوالو او داخلي او بهرنیو ادارو ته غوره خدمتونه رامنځته کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه پلاوي ځانګړي استازي مرستیال، ښاغلي رامیز الاکبروف دې سازمان ته په هېواد کې د بانکي آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې د افغانستان بانک له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۶:۲۰
Background image

د افغانستان بانک 14 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 ربیع الاول 5 - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د ربیع الاول د میاشتې په 8 نېټه (1402/07/01) د شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (14) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۵۶
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د سوداګریزو بانکونو له استازو سره ولیدل

۱۸ صفر المظفر ۱۴۴۵– د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د بانکي سکتور د فعالیتونو د ښه والي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه د ریاست الوزرا لخوا وستایل شو

۱۷ صفر المظفر ۱۴۴۵- د افغانستان بانک کړنې او لاسته راوړنې د ریاست الوزرا لخوا د ستاینلیک په ورکولو سره وستایل شوې او ملت ته د ځواب ورکوَنې او خلکو سره د اطلاعاتو د شریکولو د بهیر د. . .

بېرته خبرونه ته