د پیسو د نړیوال صندوق په غونډه کې د افغانستان بانک د پلاوي ګډون

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۰ - ۱۳:۱۳
د پیسو د نړیوال صندوق په غونډه کې د افغانستان بانک د پلاوي ګډون

د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال، ښاغلي واحدالله نوشیر په مشرۍ د افغانستان بانک د رهبرۍ پلاوي د پیسو د نړیوال صندوق په غونډه کې چې د افغانستان د دولت او د پیسو د نړیوال صندوق ترمنځ د سلواغې میاشتې له ۳ نېټې څخه تر ۶ نېټې پورې د دبۍ په ښار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

یاده غونډه د هېواد د وروستیو پرمختګونو، اقتصادي لرلید، اداري اصلاحاتو او د سیمې د وضعیت په اړه د بحث او خبرو اترو په موخه جوړه شوې وه. همدا ډول، د اسعارو د مبادلې د نرخ، خالصو اسعاري زیرمو، د انفلاسیون نرخ او بانکي نظام په اړه د تفصیلي خبرو اترو وروسته د افغانستان لپاره د پیسو د نړیوال صندوق د پلاوي مشر، ښاغلي کرسټوف ډوینوالډ څرګنده کړه چې” د پیسو د نړیوال صندوق په اجرائیه ناسته کې د کریډټ د اسانتیا د غځونې (ٍECF) پروګرام شپږمه او وروستۍ بیاکتنه بشپړه شوه چې نوموړي د پیسو د نړیوال صندوق سره د ګډ اقتصادي پروګرام په بریالۍ توګه ترسره کول د افغانستان لپاره یوه لویه لاسته راوړنه یاده کړه. “

نوموړي زیاته کړه چې په بریالیتوب سره د کریډټ د اسانتیا د غځونې پروګرام د بشپړیدو لامل په بریالۍ توګه د دې پروګرام د موخو په پلي کولو کې د افغان چارواکو او د دوی د اړوندو ټیمونو کاري ژمنتیا وه، چې د ستاینې وړ ده. ښاغلي کرسټوف څرګنده کړه چې د افغانستان وروستي اقتصادي پرمختګونه تر ډیره د پیسو د نړیوال صندوق د وړاندوینو مطابق دي او لکه څنګه چې د اسعارو په وړاندې د  افغانۍ د  مبادلې پر نرخ فشار راټیټ شوی دی، خالصې اسعاري زیرمې په ښه حالت کې دي او د انفلاسیون نرخ هم د وړاندوینې په نسبت ټیټ ثبت شوی دی.

ورپسې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال، ښاغلي واحدالله نوشیر په بریالیتوب سره د کریډټ د اسانتیا د غځونې پروګرام بشپړول د افغانستان د دولت لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او د دې پروګرام په بشپړیدو او پلي کیدو کې یې د پیسو د نړیوال صندوق د ټیم له دوامداره هلو ځلو مننه وکړه. ښاغلي نوشیر د کرسټوف له کړنو څخه چې د افغانستان لپاره د پیسو د نړیوال صندوق د مشر په توګه یې کاري موده پای ته ورسیده، په ښه توګه یادونه او د یو ستاینلیک او د افغانستان نقشې او په انګلیسي ژبه د ولاینونو نومونو درلودونکې یوې تختې افغانۍ قالیني په ورکولو سره یې د نوموړي د کړنو ستاینه وکړه. ښاغلي نوشیر همدارنګه عظیم صادقوف ته چې د ښاغلي کرسټوف پرځای نوی په دنده ګمارل شوی دی، مبارکي وویله او نوموړي ته یې د لا بریالیتونو هیله وکړه.

په پای کې د افغانستان دولت او د پیسو نړیوال صندوق پریکړه وکړه چې د کریډټ د اسانتیا د غځونې د بشپړ شوي پروګرام تر لاس لاندې نیول پالیسیو ته به د نوي پروګرام تر پیل پورې دوام ورکړي او د راتلونکي اقتصادي پروګرام په اړه چې د روان زیږدیز کال په نیمایي کې به پیل شي، خبرې اترې وکړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۳۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک د خپلې ژمنې له مخې، چې  له ګرانو هېوادوالو سره یې کړې وه، په سوداګریزو بانکونو کې پر امانتونو لګول شوي محدویتونه کم کړي دي. اوس کولای شئ له خپلو حسابونو څخه د پخوا په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۵۲
Background image

د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت بیا ځلي پرانیستل شو

د ١٤٤٦  ذوالحجة الحرام ۶ مه – د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد له لوري بیا ځلي پرانیستل شو.

ښاغلي صدیق الله خالد د یاد انستیتوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۳
Background image

د افغانستان بانک سرپرست رئیس د چین له سفیر سره پر مالي او بانکي همکاریو خبرې وکړې

۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۴ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا، د چین هېواد له سفیر ښاغلي جاو شینګ سره په لیدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي او بانکي همکاریو پر پراخېدو. . .

بېرته خبرونه ته