د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه د افغانستان بانک د بېړنۍ کمېټې دویمه غونډه

Mpoya
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۴ - ۹:۴۹
1

کابل، د ۱۳۹۹ کال د وري ۳ مه – د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي او دغه راز د دې ویروس په اړه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د طرزالعمل په اړه د افغانستان بانک د بېړنۍ کمېټې دویمه غونډه جوړه شوه.

دا غونډه چې د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي په مشرۍ جوړه شوې وه، د افغانستان بانک د بېړنۍ کمېټې په لومړنۍ غونډه کې اړوندو څانګو ته د سپارل شویو دندو په اړه راپور وړاندې شو.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال د اړوندو څانګو له مسئولینو مننه وکړه چې ورسپارل شوې چارې په ښه ډول ترسره کړې دي.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون له لوري په جوړ شوي طرزالعمل هم خبرې وشوې او اړوندو څانګو  ته دنده وسپارل شوه چې له یاد طرزالعمل سره سم اړوندې چارې برابرې او په اړه یې برابر شوی راپور راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د خپلو کارکوونکو او مراجعینو لپاره د کرونا ویروس څخه د مخنیوي لپاره اړین تدبیرونه نیولي دي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۱ - ۱۰:۱۲
Background image

د افغانستان بانک 30 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

کابل، د 1399 کال د غبرگولی 11- د افغانستان بانک غواړي چې د 1399 کال د غبرگولی میاشتې په 12 نېټه د دو شنبی په ورځ د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا 30 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۱ - ۸:۳۹
Background image

د افغانستان ناخالصه اسعاري زیرمې څه باندې ۹ میلیارده ډالرو ته لوړی شوی

کابل، د ۱۳۹۹ د جوزا لسمه نیټه: د افغانستان ناخالصه اسعاري زیرمې د لومړي ځل لپاره له ۹ میلیارده امریکایي ډالرو واوښتې.څه باندې ۹ میلیاردو ډالرو ته د افغانستان د ناخالصه اسعاري زیرمو. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۱ - ۸:۲۴
Background image

د بانک د کارکوونکو د کاري رژيم د ټاکلو په موخه د افغانستان بانک بېړنۍ کمېتې غونډه ترسره کړه

کابل، ۱۳۹۹ د غبرګولي ۱۰ – د افغانستان بانک د بېړنيو حالاتو کمېټې چې د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي په مشرۍ پر مخ وړل کېده، غونډه ترسره کړه. د غونډې په اوږدو کې د. . .

بېرته خبرونه ته