آمریتونه

د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه د بیو د ټیکاو، د مالي نظام د ټنګښت او ټیکاو، د اداینو د خوندي سیستم، د اسعاري زېرمو د اغیزناکه کنټرول، د پیسو د چاپ او خپرولو په برخو کې او د پیسو د بانکدار په توګه فعالیت کوي.

د افغانستان بانک د دې کړنو د اغیزناکه ترسره کولو لپاره په خپل تشکیلاتي جوړښت کې بېلابېلې شعبې جوړې کړي، څو د بانک د بنسټیزو دندو په ترسره کولو او د بانک د موخو په ترلاسه کولو سره د اقتصادي ودې ملاتړ وکړي.

 د ریاست د دفترعمومی آمریت  

د ریاست د دفتر عمومي آمریت، د افغانستان بانک د موخو او دندو په پلي کولو کې یو له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي. دا آمریت د بانک له شریکانو سره د اړیکو له لارې، د افغانستان بانک  سیاستونه او پالیسۍ لیږدوي او د بازار لوبغاړي له نویو اقتصادي پیښو او د پړسوب د نرخ، اقتصادي ودې او د مالي نظام د ټیکاو په اړه له وړاندوینو خبروي.نور

 د پولي سیاست لوی آمریت

د پولي سیاست لوی آمریت د افغانستان بانک یو له مهمو آمریتونو څخه دی چې بنسټیزه دنده یې د هېواد د پولي او اسعاري سیاستونو طرحه کول، تر لاس لاندې نیول او اجراء کول رانغاړي. د پولي سیاست لوی آمریت د پیسو د متحولونو د هدف ټاکنې د اډانې (چوکاټ) په پیروۍ سره هڅه کوي څو د شته ابزارونو په کارولو سره په اقتصاد کې نغدینګي مدیریت او د کورنیو بیو ټیکاو (ثبات) وساتينور

د بانکي څارنې او مالي خدمتونو لوی آمریت

د بانکي څارنې او مالي خدمتونو لوی آمریت د افغانستان بانک په تشکیلاتي جوړښت کې یو له مهمو او بنسټیزو آمریتونو څخه دی چې موخه یې په ټولیزه توګه له بانکونو سره د امانت اېښودونکو د امانتونو خوندیتوب او په بانکي نظام باندې د اړوندو قوانینو او مقرراتو له پلي کېدو څخه د ډاډ ترلاسه کول دي. نور

د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمریت

غیر بانکي مالي مؤسسې (NBFI) هغه بنسټونه یا ادارې دي چې د بانکونو په څېر مالي خدمتونه وړاندې کوي، خو هره غیر بانکي مالي مؤسسه د خپل کاري ماهیت له مخې توپیر لري او د ټاکل شویو کړنو پر بنسټ د فعالیت ځانګړی جواز لري. غیر بانکي مالي مؤسسې چې اوس مهال په افغانستان کې فعالیت کوي او له د افغانستان بانک څخه یې د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي، د صرافۍ او پولي خدمتونو  شرکتونه، د بریښنایي پولي مؤسسې او د اداینو مؤسسې رانغاړي. همدارنګه، د مالي اجارې مؤسسې او د کوچنیو پورونو مالي مؤسسې هم کولای شي د اړوندو مقررې سره سم له د افغانستان بانک څخه د فعالیت جواز ترلاسه کړي. نور

د بازارعملیات لوی آمریت

لیدلوری: د پانګې د ساتلو په موخه د اسعاري زېرمو د مدیریت د یو منظم سیستم درلودل، د اسعاري نغدینګۍ تأمینول او د افغانۍ ارزښت د ټیکاو ساتلو په موخه د مناسبې ګټې ترلاسه کول او د پولي سیاست اغېزناکه پلي کول. نور

د ټولوناظراداره

دافغانستان بانک قانون (21) ماده:دافغانستان بانک په اډانه کې د ټولو ناظر دفتر (د کورنۍ پلټنې ادارې) رامنځته کول او د ټولو ناظر ټاکل بيانوي. نور 

د مالي شخړو د حل کمېسيون پېژند پاڼه

د مالي شخړو د حل کمېسيون په افغانستان کې قضايي ادارې ته ورته یوه اداره ده چې د نړۍ د حقوقي نظامونو د منل شوو تجربو په رڼا کې د عدالت د تأمینولو په موخه جوړ شوی دی. دا کمېسيون د دولت (د افغانستان بانک) د څارنیزې ادارې په اډانه کې جوړ شوی دی چې د قانون له حکمونو سره سم خلکو ته په چټکه، اسانه او ارزانه ډول په تخنیکي برخو کې د عدالت او انصاف د تأمینولو مسوولیت په غاړه لري. نور

   د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز ته لنډه کتنه

د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز د مالي استخباراتو د واحد په حیث د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا شوو عوایدو د مخنیوي قانون د حکمونو له مخې  په 2006 کال کې تاسیس شو. نور

د اعتبارونو د ثبت او مالي خدمتونو د پراختیا لوی آمریت

د افغانستان بانک په تشکيلاتي اډانه کې د اعتبارونو د ثبت او مالي خدمتونو د پراختیا لوی آمریت رامنځته شوی دی. دا  آمریت پر دوو مهمو برخو تمرکز لري:

د اعتبارونو د ثبت برخه ده چې د اشخاصو او شرکتونو اعتباري معلومات (د پور اخیستونکي د پېژندنې، د پور مخښینې، تضمینونو په اړه معلومات رانغاړي) راټول، تحلیل او د اعتباری راپورونو له لارې یی اړوندو ادارو ته وړاندې کوي. دا آمریت د د اعتبارونو د ثبت له لارې د اړتیا وړ معلومات له بېلابېلو سرچینو لکه بانکونو او مالي مؤسسو څخه راټولوي او د یو منظم راپور په ډول يي چی د پېرودونکو  درجه بندي په کی شامله وي، اړوندو مراجعو ته وړاندې کوي. د عامه اعتبارونو د ثبت کړنې په بانکي معاملو کې د منقولو او غیر منقولو ملکیتونو د رهن (ګروئ) د قوانینو په رڼا کې پر مخ وړل کیږي. نور

د مالي او محاسبې لوی آمریت

د مالي او محاسبې لوی آمریت د افغانستان بانک قانون د نهمې مادې او یو سلو یومې مادې د درېيم جز پر بنسټ جوړ شوی او د افغانستان بانک د مالي راپورونو ترتیبول، د افغانستان بانک د بودیجې جوړول او ترتیبول، د افغانستان بانک کارکوونکو لپاره د معاشونو او امتیازونو اجراء کول، د افغانستان بانک کارکوونکو لپاره د پورونو اجراء کول، د مالي طلباتو او اداینو اجراء کول، د افغانستان بانک د ثابتو شتمنیو ثبت او کنټرول، د افغانستان بانک د مالي معاملو کنټرول، د غیر فعالو حسابونو د لېږد او ساتنې مدیریت، د معامله لرونکو بانکونو د حسابونو ساتنه او د افغانستان بانک د اسعاري زېرمو مدیریت یې بنسټیزې دندې دي.نور

د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت

په اوسنیو شرایطو کې یو له هغو موضوعاتو څخه چې یوې ادارې ته زیات ارزښت وربخښي، د معلوماتي تکنالوژۍ کارول دي. هېوادوالو ته د بانکونو لخوا د خدمتونو د وړاندې کولو طریقو په دې وروستیو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. اوس مهال ډېری بانکونه پر دې پوه شوي دي چې د کیفیت لرونکي، چټک، دقیق او کم لګښته بانکي خدمتونو د وړاندې کولو توانایي او کیفیت د معلوماتي تکنالوژۍ د کارولو له کچې سره تړاو لري. نور

د کارکوونکو د چارو لوی آمریت

د ودي، پراختیا او پرمختګ له فکتورونو څخه یو هم بشري پانګه ده. که چېرته دا پانګه د خدمتونو په تولید او وړاندې کولو کې په اغیزناکه توګه ونډه واخلي، د ودې د پراختیا او پرمختګ بهیر لوړوي او په راتلونکو لاسته راوړنو کې مهم رول لوبولای شي. نور

د حقوقي مشاوریت دفتر

د افغانستان بانک د حقوقي مشاوریت دفتر په ۱۳۸۳ کال کې د حقوقي مشاوریت دفتر په نامه د افغانستان بانک په اډانه کې جوړ شوی دی. دا دفتر د تقنیني اسنادو د تسوید په ګډون دافغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په اړه د لازمې مشورې او لارښوونې وړاندې کوي. همدارنګه د هېواد له نورو نافذه قوانینو سره د افغانستان بانک د تقنیني اسنادو همغږي کول یا تعدیلول، د افغانستان بانک حقوقي او تقنیني اړتیاوو ته ځواب ورکول، له دولتي ادارو، نړیوالو سازمانونو سره په غونډو کې کډون ( په هغه صورت کې چې دا غونډه د دافغانستان بانک حقوقي موضوع ګانې او مسئولیتونه راونغاړي) د دې لوی آمریت له مسئولیتونو څخه دي. نور

د بانکي عملیاتو لوی آمریت

د بانکي عملیاتو لوی آمریت د دولت، دولتي او نیمه دولتي مؤسسو او سوداګریزو بانکونو لپاره د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د افغانستان بانک په اډانه کې فعالیت کوي، څلور معاونیتونه لري او لاندې بنسټیزې دندې په غاړه لري. نور

د اداینو لوی آمریت

د افغانستان بانک د اداینو لوی آمریت د اداینیزو سیستمونو پر وړاندې مسئولیت لري ترڅو د بانکونو او اداینیزو سیستمونو له لارې خلکو لپاره د معاملو د تصفیې او تسویې خدمتونه وړاندې کړي او همدارنګه په هېواد کې د مالي سکتور لپاره د کورنیو او نړیوالو اداینیزو سیستمونو د ودې او پراختیا لپاره هڅه او کوښښ وکړي. نور

د خدمتونو لوی آمريت

د خدمتونو د لوی آمریت دندې پر وخت او معیاري خدمتونو لکه (ښه کاري چاپېريال، اثاثیې، برېښنا، ټرانسپورټ، د نغدو پیسو لېږد، د سفر تیکټونه، د کارکوونکو د سالمو خوړو برابرول، املاک، حفظ او مراقبت، د نویو ودانيو جوړول او د ټولو ودانيو د رغولو )د خدمتونو وړاندې کول دي. نور

د دعوت او ارشاد لوی آمریت

د دعوت او ارشاد لوی آمریت د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۳/۶/۱۴ نېټې د (۱۹) مې ګڼې د لومړي او دوهم بند پرېکړې پر بنسټ او د افغانستان بانک د عامل پلاوي د ۳۰/۱۱/۱۴۰۰ نېتې د (۱۴۶) مې ګڼې د تصویب پر بنسټ د افغانستان بانک د کار کوونکو د دیني زده کړو او دیني پوهي د کچې د لوړولو په موخه د افغانستان بانک د تشکیلاتو په چو کاټ کې جوړ شوی دی.نور

 

د  تدارکاتو آمریت

د تدارکاتو لوی آمریت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامه تدارکاتو له قانون سره سم د ۱۳۹۳ کال د کب د میاشتې په ۲ نېټه د افغانستان بانک په اډانه کې د یو جلا ډیپارټمنټ په توګه تأسیس شو. د تدارکاتو لوی آمریت د افغانستان بانک د ټولو تدارکاتي او د قراردادونو د اړوندو فعالیتونو د اداره کولو مسئولیت په غاړه لري. د دې آمریت موخه په د افغانستان بانک کې د ټولو تدارکاتي او د قراردادونو د مدیریت د اړوندو فعالیتونو لپاره د اړیکې د یو واحد مرکز جوړول دی. نور

 

د ریسک ادارې او د قانون رعایتولو لوی آمریت

د ریسک ادارې او د قانون رعایتولو لوی آمریت په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان بانک په تشکیلاتي جوړښت کې د اړتیا پر بنسټ جوړ شوی چې په ۲۰۱۹ کال کې د بېړنۍ اړتیا پر بنسټ د قوانینو او مقررو د پلي کېدو (Compliance) برخه هم پرانېستل شوه چې مسوولیت یې همدې آمريت ته وسپارل شو. نور

د افغانستان د اداینو سېستم لوی آمريت

د افغانستان د اداینو سېستم لوی آمريت د افغانستان د برېښنايي اداینو د ملي سویچ او د افغانستان بانک د یو آمریت په توګه کار کوي او د نوي برېښنايي اداینو او ګرځنده موبایل له لارې د اداینو چې د پرچونې بانکوالۍ خدمتونو ته پراختیا ورکوي او د خدمتونو پر وړاندې کولو سره د افغانستان د پرچونې بانکوالۍ د بازار په پرمختګ او عصري کولو کې مهم رول لوبوي. نور