عالي شورا

د افغانستان بانک عالي شورا د تصمیم نیولو تر ټولو غوره مرجع ده چې غړي یې د افغانستان بانک د کلي سیاستونو د طرحې او د هغه پر ادارې او فعالیتونو د څارنې مسئول دي، عالي شورا له اوو غړو څخه جوړه ده چې د جمهور رئیس له فرمان سره سم مقرریږي. د عالي شورا د غړو د خدمت دوره پنځه کاله ده، د افغانستان بانک د عالي شورا غونډې په هرو دریو میاشتو کې یو ځل جوړیږي او د اړتیا په صورت کې کولای شي له ټاکلې مودې مخکې هم جوړه شي.

 

د عالي شورا غړي:

3

 

 ډاکټر شاه محمد محرابي، غړی

ډاکټر شاه محمد محرابي د افغانستان بانک د لوی ریاست د ۱۳۹۴ کال د لړم د ۱۳ نېټې د وړاندیز او د جمهوري ریاست د ۱۹۰۴ ګڼې، ۱۳۹۴/۹/۲۸ نېټې د حکم پر بنسټ د افغانستان بانک د عالي شورا د غړي په توګه بیا وټاکل شو. ښاغلی ډاکټر محرابي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۳ کال کې د عالي شورا د غړي په توګه ګمارل شوی وو او له دې وروسته د پراخې کاري تجربې او تخصص پر بنسټ په همدې دنده بیا وګمارل شو او اوس مهال د افغانستان بانک د پلټنې د کمېټې د رئيس په توګه دنده ترسره کوي. ښاغلي محرابي خپلې لوړې زده کړې د اقتصاد په څانګه کې د لیسانس په کچه د کلفورنیا له پولتخنیک پوهنتون، د ماسټرۍ په کچه د امریکا له سینسیناتي پوهنتون او د دکتورا په کچه د اقتصاد او پوهنې په څانګه کې له همدې پوهنتون څخه ترلاسه کړي دي. نوموړي همدا ډول د مالیې وزارت له دوو پخوانیو وزیرانو سره د ستر اقتصادي سلاکار په توګه هم دنده ترسره کړې او د دې ترڅنګ یو څه موده یې د متحده ایالاتو په څو پوهنتونونو او مؤسسو کې د اقتصاد مضمون تدریس کړی دی او په ورته وخت کې ښاغلی محرابي د همکارانو لخوا د نړیوالې ټولنې د پوهاوۍ د رئیس او د ویرجینیا د اقتصاد پوهانو د ټولنې د رئیس په توګه هم ټاکل شوی دی. سربېره پر دې، ښاغلی ډاکټر محرابي د پوهاوۍ د نړیوالې ټولنې د ژورنال او د اقتصادي ژورنال د همکار ایډیتر (مسئول مدیر) په توګه هم دنده ترسره کړې ده. همدا ډول، نوموړي د شمالي امریکا د اقتصادي او مالي ټولنې (NAEFA) او د منځني ختیځ د اقتصادي ټولنې د مدیره پلاوي (MEA) د غړي په توګه هم کار کړی دی. ښاغلی ډاکتر محرابي په مالي او بانکي برخو کې د پراخې مسلکي او تخصصي پوهې ترڅنګ د مالي او سوداګرۍ په برخه کې بډایه کاري او روزنیزه تجربه لري. همدا ډول نوموړي د اقتصاد، مالي، بانکي او پراختیا په برخو کې ډېرې علمي او تخصصي مقالې لیکلي دي چې د بېلګې په توګه د څو مقالو نومونه یې اخلو؛ ”د افغانستان مالي سکتور“، ”د مکسیکو مرکزي بانک او پولي سیاست“، ”په ایران کې پلان جوړونه او سیاست جوړونه“، ”د افغانستان د ګمرکونو پنځه کلن ستراتیژیک پلان“، ”د منځني ختیځ وروستۍ پراختیا“، ”د سوډان مالیاتي او کرنیزه جوړښت“، “په پورتوریکو کې بهرنۍ مستقیمې پانګونې“ او ”د اوپک اقتصادي اغیز“.

 

6

 

عبدالوکیل منتظر، غړی

دوکتور عبدالوکیل منتظر د افغانستان بانک د لوی ریاست د ۱۳۹۷/۱/۱۱ نېټې وړاندیز او د جمهوري ریاست د مقام د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي د ۵ نیټې، د ۴۲۲ ګڼې حکم پر بنسټ د افغانستان بانک د عالي شورا د غړي په توګه ټاکل شوی دی. ښاغلی عبدالوکیل منتظر خپلې لوړې زده کړې د لیسانس په کچه د اقتصاد په څانګه کې له کابل پوهنتون څخه، د ماسټرۍ په کچه د کار د مدیریت په برخه کې له المان او د دکتورا په کچه د اقتصاد په برخه کې له استرالیا څخه ترلاسه کړي دي. ښاغلی منتظر په ۱۹۷۵ کال کې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د پروفیسور د مرستیال په توګه په کار پیل کړی او تر ۱۹۷۷ کاله پورې یې په همدې پُست کې کار کولو. ښاغلی منتظر د ۱۹۹۵ او ۱۹۹۲ کلونو ترمنځ د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د پروفیسور د مرستیال ترڅنګ، د احصائیې د ډیپارټمنټ د آمر او د همدي پوهنځي د بورډ د غړي په توګه هم دنده ترسره کړې ده. دوکتور منتظر څه موده د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د رئیس په توګه هم پاتې شوی چې په دې پُست کې یې د خدمت موده ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۸ کلونه رانغاړي. دوکتور منتظر له ۱۹۹۸ کال څخه تر ۲۰۰۴ کاله پورې د ننګرهار پوهنتون د اکاډمیک غړي، د اقتصاد پوهنځي د بورډ د غړي او له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۱۵ کاله پورې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د بازار د مدیریت د ډیپارټمنټ د آمر په توګه دندې ترسره کړي دي. همدا ډول ښاغلی منتظر د مالي چارو او سوداګرۍ په برخه کې د مسلکي او تخصصي پوهې لرونکی دی او په ورته وخت کې د مالي او سوداګرۍ د مدیریت په برخه کې ۴۰ کاله د ښوونې تجربه لري.

 

4

محمد نعیم عظیمی، غړی

پوهنمل دوکتور محمد نعیم عظیمي د افغانستان بانک د عالي شورا د غړي په توګه په دنده وګمارل شو. پوهنمل دوکتور محمد نعیم عظیمي د افغانستان بانک د لوی ریاست د ۱۳۹۷/۱/۱۱ نېټې وړاندیز او د جمهوري ریاست د مقام د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي د ۵ نیټې، د ۴۲۲ ګڼې حکم پر بنسټ د افغانستان بانک د عالي شورا د غړي په توګه ټاکل شوی دی. ښاغلی عظیمي په مالي څانګه کې د لیسانس او ماسټرۍ او د هندوستان د بوندلکهاند له دولتي پوهنتون څخه د مالي اقتصاد سنجونې په څانګه کې د دوکتورا سندونه ترلاسه کړي دي. ښاغلي عظیمي په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې ( له بدیل کښت څخه نړیوالو بازارونو ته د رسیدو استراتیژۍ) تر سرلیک لاندې د څیړنیزې مقالې په لیکلو سره د کانګریس له غړي او د بیهار د مخکني لومړي وزیر ښاغلي ډاکټر شکیل الزمان انصاري څخه د هندوستان د هېواد په کچه د ښې څیړنې جایزه ترلاسه کړې ده. نوموړي شاوخوا ۲۸ علمي څیړنیزې مقالې د کاناډا، امریکا، بریتانیا او هندوستان د هېوادونو په نړیوالو ژورنالونو کې او په لسګونو نورې علمي مقالې یې په ملي ژورنالونو کې خپرې کړي دي. ښاغلی پوهنمل دوکتور عظیمي د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د احصائیې او اکونومتري د ډیپارټمنت د استادۍ تر څنګ د کابل پوهنتون د علمي مرستیال او د لوړو زده کړو د وزارت د لوړو زده کړو (ماسټرۍ او دوکتورا) د کمیسیون د غړي په توګه دندې ترسره کوي. نوموړی د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د پروګرامونو د تدریس ترڅنګ د دې پوهنځي د ماسټرۍ په پرګرامونو کې د تدریس او لارښوونې مسؤولیت هم لری.