ګالري

د افغانۍ بانکنوټونو د زړېدو د مخنیوي په موخه، د ډیجیټلې بانکوالۍ له خدمتونو څخه کار واخلئ. د اداینو کارتونه ورځني راکړې ورکړې آسانه، چټکې او خوندي کوي

په هېواد کې د فارکس آنلاین معاملې منع دي. په دې ډول بازارونو کې هر ډول پانګونه زیان لرونکي ګڼل کېږي او د زیان یا تېرایستلو په صورت کې، هېڅ رسمي مرجع ستاسې د زیان د جبران مسوولیت نه لري.

واړه مالي تمویلونه، ستاسو د کاروبار د پراختیا لپاره نوی فرصت برابروي.

د اداینو د محصولاتو او کارتونو په کارولو سره، چټکتیا او غېزناکتیا تجربه کړئ.

د اداینیزو سیستمونو په کارولو سره اوس ستاسو اداینې د پخوا په پرتله په چټکه، خوندي او آسانه توګه ترسره کېږي.

آیا پوهېږئ کوم بانکنوټونه مندرس بلل کېږي؟ راځئ چې مهمې نښې یې وپېژنو.

پیاوړی اقتصاد د با ثباتو ملي پیسو پر مټ جوړېږي. هر هېوادوال د افغانۍ په کارولو سره د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه لري.

فارکس کاروبار نه دی، دا یو خطر دی. د پانګې او پیسو له لاسه ورکولو خطر. مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي، د فارکس معاملو له ترسره کولو څخه ډډه وکړئ.

تاسو د اسلامي بانکوالۍ د خدمتونو او محصولاتو په کارولو سره په ګټورو پانګونو او د هېواد په دوامداره اقتصادي پراختیا کې مرسته کوئ.

د افغانستان بانکي او مالي انستیتوت د هېواد د مالي او بانکی برخې د مسلکي وړتیاوو د لوړونې په موخه رامنځته شوی دی. دا بنسټ د هېواد د بانکي او مالي برخې ځوانو کادرونو ته تخصصي روزنې وړاندې کوي

د افغانستان بانک تل هڅه کړې چې د معقولو پولي سیاستونو په طرحه او پلي کولو سره د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت وساتي.

مالي شمولیت د پراخې اقتصادي ودې لپاره مهم دی. د مالي خدمتونو د پراختیا په بهیر کې له موږ سره یوځای شئ او په دې برخه کې خپل رول ولوبوئ.

د مرکزي بانک یوه موخه د باور وړ بانکي او مالي نظام درلودل او د ټولو هېوادوالو لپاره د یو ثبات لرونکي، خوندي او د منلو وړ اقتصاد رامنځته کول دي.

د نن سالم مالي مدیریت مو سبا هوسا کولای شي

د بیو ثبات د افغانستان بانک له مهمو مخو څخه ګڼل کېږي

تاسې په بانکونو کې د امانتونو په ايښودلو او د بانکي محصولاتو او خدمتونو په کارولو سره، د هېواد د اقتصاد په ښه والي کې مهم رول لوبوئ.

Pagination