سوداګریزو بانکونو ته د نویو بانکنوټونو د ورکړې پیل

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۵:۵
خصوصي بانکونو ته د نویو بانکنوټونو د ورکړې پیل

۱۴۴۴ رجب المرجب ۳ مه –  د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه چې یوه دنده یې د پولي سیاستونو طرح او د بانکنوټونو چاپ او نشر دی تل هڅه کړې چې د بازار اړتیا ته په کتلو او د معقولو پولي سیاستونو په پام کې نیولو سره بازار ته نوي بانکنوټونه وړاندې کړي او په مقابل کې یې له بازارونو څخه زاړه بانکنوټونه را ټول کړي.

له څه مودې راهیسې خلکو په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو له شتون شکایت درلود دا دي د افغانستان بانک د امکاناتو په پام کې نیولو سره سوداګريزو بانکونو ته د نویو بانکنوټونو د ورکړې پروسه پیل کړه.

باید وویل شي چې د هېواد ټولو سوداګریزو بانکونو ته ۱۰۰ میلیون نوي بانکنوټونه وویشل شول او په مقابل کې یې له یادو بانکونو څخه زاړه بانکنوټونه راټول شول. په دې بانکنوټونو کې لس ګون، شل ګون، پنځوس ګون او سل ګون بانکنوټونه شامل دي.

د افغانستان بانک د هېواد له شریفو خلکو هیله لري چې د افغانۍ بانکنوټونو د ژر زړېدو څخه د مخنیوي لپاره لازم تدابیر په پام کې و نیسي، تر څو له وخت وړاندې زاړه نه شي او پدې وسیله د دې ملي پانګې په ساتنه کې خپل مثبت رول تر سره کړي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

بېرته خبرونه ته