هېواد ته د بشري مرستو په لړۍ کې ۱۶ میلیونه امریکایي ډالر مرسته را ورسېده

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۱ - ۱۳:۲۷
هېواد ته د بشري مرستو په لړۍ کې ۱۶ میلیونه امریکایي ډالر مرسته را ورسېده

۱۴۰۰ د لیندۍ ۱۱ مه-  افغانستان ته د بشري مرستو په لړۍ کې د چهارشنبې پر ورځ د ۱۶ میلیونه امریکایي ډالرو نغدي مرسته د روان کال د لیندۍ د میاشتې پر لسمه نېټه کابل ته را ورسېده.

په هېواد کې له اړمنو خلکو سره د نغدو بشري مرستو د رسولو مسئولیت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازندویه دفتر یایونماپر غاړه لري.

افغانستان بانک چې د هېواد د بانکي نظام څارونکی او مرکزي بانک دی تېره ورځ یې د کابل له هوایي ډګره تر د افغانستان نړیوال بانک پورې د یادو نغدو پیسو د لېږد چارې تر سره کړې.

د افغانستان بانک هڅه کوي د بېلابېلو اصولي لارو په کارولو سره د فقر او بېوزلۍ مخه ونیسي او یو ځل بیا درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د هېواد بانکي نظام خپل عادي حالت ته را وګرځي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۱:۲۸
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۴:۱۹
Background image

د قرغزستاني پلاوي سره د بانکي اړیکو د پراختیا په موخه غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د جمادي الثاني ۲۷ مه - د افغانستان بانک او قرغزستاني پلاوي تر منځ د بانکي اړیکو د پراختیا په موخه غونډه ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو، مالي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

بېرته خبرونه ته