ښاغلي الحاج هدایت الله بدري د افغانستان بانک د شمال زون له مسئولینو سره ولیدل

د ۱۴۴۴ کال د شوال المکرم ۲۷ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي الحاج هدایت الله بدري د افغانستان بانک په شمال زون ( بلخ) کې د دې زون له لوی آمر ښاغلي عبدالولی حماد او د نمایندګیو له مدیرانو سره په لیدنه کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
په یاده لیدنه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس د اړوند زون د نمایندګیو مدیرانو ته ډاډ ورکړ چې د اصولو او مقرراتو په رڼا کې به یې ستونزو ته رسېدنه وکړي او له دې لارې به د خلکو لپاره د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي. ښاغلي بدري د شمال زون د نمایندګیو له مسئولینو وغوښتل چې د درنو هېوادوالو لپاره د پر وخت او غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلې هلې ځلې جاري وساتي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک مشرتابه د بانکدارۍ سکتور د ټینګښت او پیاوړتیا، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او د غیر بانکي مالي موسسو د فعالیتونو د میکانیزه کولو په برخه کې د همغږۍ او ګډو هڅو په موخه د ولایتي سفرونو لړۍ پیل کړې ده او دا لړۍ به ټولو زونونو ته وغځېږي.
پاتې د نه وي چې د افغانستان بانک په شمال زون کې د مزار شریف، میمنې، شبرغان، سرپل، سمنګان، حیرتان او آقینې نمایندګۍ شاملې دي.
باید وویل شي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد او د شمال زون مرستیال ښاغلي اسرار پویا هم ګډون درلود.