ګرانو هېوادوالو!

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۳۲
ګرانو هېوادوالو!

که چېرې خصوصي بانکونو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا د بانک کارکوونکي له تاسې سره نامناسب چلند کوي او یا هم ستاسې حقونه د اصولو پربنسټ نه درکول کیږي، نو کولای شئ چې خپل شکایت مو د اړوند بانک د شکایتونو اوریدلو برخې سره ثبت کړئ. که یاد بانک ستاسې شکایت ته رسیدنه ونکړي او یا هم ستاسې قناعت ترلاسه نشو، نو کولای شئ چې د customer.protection@dab.gov.af برښنالیک او یا د ۹۳۲۰۲۵۱۱۷۲۶+ شمېرې له لارې د افغانستان بانک د مالي پېرودونکو برخې سره مو خپل شکایت ثبت کړئ. موږ به ژر تر ژره ستاسو شکایتونو ته رسېدنه وکړو.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

بېرته خبرونه ته