د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه
د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د کړنو د ارزونې، د څارنې د پیاوړتیا او د بانکي خدمتونو د ښه والي په موخه ترسره شو.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د دې سفر په ترڅ کې د خزانې، د اسنادو آرشیف او د صرافۍ د غرفو په ګډون د بانک د مختلفو برخو او د اداري سندونو او ورځنیو کړنو د بهیر څخه لیدنه وکړه او د چارو د پرمختګ څرنګوالی یې له نږدې څخه وارزوه.
ښاغلي صدیق الله خالد د دې لیدنو په ترڅ کې، د لا غوره، چټکو او رڼو بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د اړوندو زونونو مسوولینو ته اړینې لارښوونې وکړې او د اسلامي بانکوالۍ د اصولو پر اغېزناک تطبیق، د سوداګریزو بانکونو او اسلامي تمویل د خدمتونو پر کړنو د دوامداره او پر وخت څارنې، په اړوندو ولایتونو کې د صرافانو، د وړو مالي تمویلونو د موسسو او د برېښنايي اداینو د موسسو د فعالیتونو پر دقیقې څارنې او همدارنګه په ټولو چارو کې د روڼتیا د اصل په پام کې نیولو سره پر وخت د مراجعینو د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.
همدارنګه په یاد سفر کې د ولایتي مسوولینو سره جلا غونډې ترسره شوې چې پکې د خدمتونو د ښه والي، د ستونزو د حل او د خلکو اړتیاوو ته په اغېزناکه توګه ځواب ویلو، د افغانیو د کارونې د ترویج او په ورځنیو معاملو کې د بهرنیو اسعارو د کارونې د مخنیوي په اړه تفصیلي بحثونه وشول او د افغانستان بانک د لایحو او متحدالمالونو په پلي کولو باندې ټینګار وشو.
د یادونې وړ ده چې په دې سفر کې، د مرکز زون آمر مولوي فضل الله متوکل، د ټولو ناظر ادارې مرستیال دوکتور رقیب الله ابراهیمي د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ملتیا کوله.
