د بانکي عملیاتو لوی آمریت

د بانکي عملیاتو لوی آمریت د دولت، دولتي او نیمه دولتي مؤسسو او سوداګریزو بانکونو لپاره د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د افغانستان بانک په اډانه کې فعالیت کوي، څلور معاونیتونه لري او لاندې بنسټیزې دندې په غاړه لري.

بنسټیزې دندې:

د پولي سیالیت تأمینول، د افغانستان بانک د مرکز او نمایندګیو، دولتي ادارو او سوداګریزو بانکونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې، د جاري حسابونو پرانېستل، د جاري حسابونو درلودونکو ته د چکبُکونو اجراء کول، همدا ډول د افغانۍ او اسعارو نړیوالې لېږدونې، اسعارو ته د افغانۍ حوالو اړول او د هغه بر عکس او د عوایدو د راټولو سربېره د زړو بانکنوټونو سوځول.

جوړښت:

د بانکي عملیاتو لوی آمریت څلور معاونیتونه لري، د لویې خزاندارۍ معاونیت، عملیاتي معاونیت، د پیسو د خپرولو او مدیریت په چارو کې معاونیت او اداري او د همغږۍ معاونیت چې هر یو یې بېلابېلې کاري برخې لري.

د لویې خزاندارۍ په چارو کې لوی معاونیت:

په اړوندو برخو کې د افغانیو او اسعارو د وارده او صادره صرافانو ټاکل او ګمارل، دولتي ادارو، د ولسي تړون ملي پروګرام، سوداګریزو بانکونو، په ولایتونو کې د افغانستان بانک ښاري څانګو او نمایندګیو ته افغانیو او بهرنیو اسعارو وېشل. د سوداګریزو بانکونو، د افغانستان بانک د ښاري څانګو او نمایندګیو له اړتیا زیاتو د افغانیو او اسعارو ترلاسه کول او همدا ډول د زړو بانکنوټونو راټولول د دې برخې دندې ګڼل کېږي.

عملیاتي معاونیت:

د جاري حسابونو پرانېستل، د افغانستان بانک، سوداګریزو بانکونو، دولتي ادارو، د ولسي تړون د ملي پروګرام کارکوونکو ته د چکبُکونو اجراء کول، د افغانۍ او اسعارو نړیوالې لېږدونې او همدا ډولد بانکي عملیاتو د کړنلارې پر بنسټ، د مالیې وزارت، سوداګریزو بانکونو، نورو دولتي ادارو او ولسي تړون د ملي پروګرام د غوښتنې پر بنسټ اسعارو ته د افغانۍ د فرمایشونو اړول او اړوندو حسابونو ته د دولت د راټولو شویو عوایدو لېږدول او د حسابونو درلودونکو ته د صورت حسابونو لېږدول د دې معاونیت له دندو څخه ګڼل کیږي.

د پیسو د خپرولو او مدیریت په چارو کې معاونیت:

په مرکز او ولایتونو کې د افغانستان بانک د پولي سیالیت تأمینول، د نوې افغانۍ پیسو خپرول، د افغانۍ د زاړو بانکنوټونو د سوځولو د پروګرامونو تنظیمول او همدا ډول د هغو شکمنو بانکنوټونو پیژندل چې د اړوندو ادارو لخوا وړاندې کیږي. همدا ډول دا معاونیت له مرکز څخه ولایتونو او برعکس یې د ولایتونو څخه مرکز ته د فزیکي پیسو د لېږدولو مسئولیت په غاړه لري.

۴-  اداري معاونیت:

دا معاونیت د بانکي عملیاتو د لوی آمریت اداري او اجرائیوي چارې په غاړه لري، د دې معاونیت دنده هغو ورځنیو اداري دندو ته رسیدنه ده چې د نورو مواردو په ترسره کولو کې ګټور او اغیزناکه واقع کیږي. همدا ډول د مالیې وزارت، نورو دولتي ادارو، سوداګریزو بانکونو او په مرکز او ولایتونو کې د افغانستان بانک نمایندګیو ترمنځ د ستونزو حلول ددې معاونیت نورې دندې دي.