د افغانستان بانک د چارو په اړه معلوماتي غونډه

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۹:۳۳
د افغانستان بانک د چارو په اړه معلوماتي غونډه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۱۲ مه– د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په مشرۍ د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو له آمرینو او مرستیالانو سره د افغانستان بانک په اډانه کې د روانو چارو په اړه معلوماتي غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې چې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي هم په کې ګډون کړی ؤ، د بانکوالۍ په برخه کې د آسانتیاوو په رامنځته کولو او یو شمېر نورو برخو خبرې وشوې.

د غونډې په ترڅ کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال د غونډې د ګډونوالو د خبرو له اورېدو وروسته د افغانستان بانک په اډانه کې د بېلابېلو آمریتونو له لوري د ترسره شویو چارو ستاینه وکړه او د یادو ادارو تر منځ یې د دې بانک د چارو  په پرمختګ کې په لازیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.

ورپسې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د سوداګریزو بانکونو له لوري د پورونو د ورکړې په برخه کې د ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې وکړې او د دې ستونزو د حل لپاره یې د غوره لارو په رامنځته کولو ټينګار وکړ.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د بېلابېلو آمریتونو آمرینو او مرستیالانو هم برخه لرله او په خپل وار سره یې د دې بانک د چارو په اړه خبرې وکړې.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته