افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو بله کڅوړه راورسیده
۱۴۴۴ د رجب المرجب ۲۲ مه _ افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې بله کڅوړه چې ۴۰ میلیونه امریکایي ډالر دي راورسیده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
د افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې تر څنګ له دې ټولنې غواړي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي. د افغانستان بانک رهبري په دې باور ده چې د بانکي سکتور له لارې د مرستو رسول د خلکو لپاره اسانتیاوې رامنځته کوي او په دې برخه کې د روڼتیا لامل کېږي