د افغانستان بانک له لویدیځ زون څخه راټول شوي بانکنوټونه وسوځول

Mpoya
Wed, Feb 21 2024 2:37 PM
https://dab.gov.af/dr/%D8%A8%D8%A7%D9%86%DA%A9%D9%86%D9%88%D8%AA%D9%87%D8%A7%DB%8C-%D8%AC%D9%85%D8%B9-%D8%A2%D9%88%D8%B1%DB%8C-%D8%B4%D8%AF%DB%80-%D8%B2%D9%88%D9%86-%D8%BA%D8%B1%D8%A8-%D8%AF%D8%B1-%D9%88%D9%84%D8%A7%DB%8C%D8%AA-%D9%87%D8%B1%D8%A7%D8%AA-%D8%AD%D8%B1%DB%8C%D9%82-%DA%AF%D8%B1%D8%AF%DB%8C%D8%AF

۱۴۴۵ شعبان المعظم ۱۰- د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادو او اړوندې کړنلارې سره سم د ۴۹۳۰۷۰۰۰۰ (څلور سوه درې نوي میلیونه او اویا زره) افغانیو په ارزښت له لویدیځ زون څخه راټول شوي د افغانۍ زاړه بانکنوټونه په هرات ولایت کې وسوځول.

دا بانکنوټونه د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ د ګمارل شوي پلاوي تر څارنې لاندې له کره شمېرنې او کنټرول څخه وروسته وسوځول شول چې د (۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰) افغانۍ انواعیې پکې شاملې وې.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا په خپلو خبرو کې د افغانستان بانک د زونونو او نمایندګیو صرافانو او خزانه دارانو ته وویل چې د مندرسو بانکنوټونو د چِک، کنټرول او کره تشخیص په برخه کې جدي پاملرنه وکړي. همداراز، هغه زیاته کړه چې د مندرسو بانکنوټونو د شمېرلو او کنترولولو پر مهال د حریق پلاوی دې ټکي ته متوجه شو چې ډیری مندرس بانکنوټونه په غوړو او ککړو لاسونو نیول شوي وو او له همدې امله پر مندرسو بانکنوټونو بدل شوي او د افغانستان بانک یې د سوځولو او پرځای یې د نویو بانکنوټونو چاپولو په تړاو پریکړه وکړه. ښاغلي نور احمد آغا زیاته کړه چې د نوو بانکنوټونو پر چاپ ډیر لګښت راځي او له هېوادوالو څخه یې وغوښتل چې د افغاني بانکنوټونو د سمې ساتنې او کارَونې په برخه کې له ډیرې پاملرنې څخه کار واخلي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه وخت په وخت د افغانۍ زاړه بانکنوټونه له بازار څخه راټولوي او په بدل کې یې هېوادوالو ته نوي بانکنوټونه وېشي او د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې مندرس بانکنوټونه سوځوي. دا بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو او د امنیتي ادارو استازو په شتون کې له بارولو وروسته د ټاکل شوي پلاوي لخوا مخصوصو بټیو ته انتقال او په یو ځل وسوځول شو.

Latest news

Wed, Jul 23 2025 4:50 PM
Background image

DAB Reports on Major Achievements, Performances Over Past Year

July 23, 2025 Officials from Da Afghanistan Bank (DAB) presented the institution’s key achievements over the past year during the Government Accountability to the Nation program at. . .

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

BACK TO NEWS