افغانستان ته د ۴۰ میلیونه ډالرو د بشري مرستو بله کڅوړه را ورسېده

۱۴۴۴ جمادي الاول ۱۲ مه - افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستې بله کڅوړه را ورسېده او په کابل کې یو سوداګریز بانک ته و سپارل شوه. دا په روانه اونۍ کې دویمه کڅوړه ده چې افغانستان ته را رسېږي.
د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي او دا بانک به د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.
د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی هېواد ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د هر کلي تر څنګ، هیله لري چې دا مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره شي.