د اسعارو په لیلام کې د شرکتي جوازونو او بانکونو ګډونوالو لپاره تشویقي پروګرام
۱۳۹۹ د مرغومی ۲- د افغانستان بانک د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو د لا معیاري کولو او د هېواد په اقتصادي وده کې د بانکونو د فعالې ونډې د اخیستلو په موخه هغوی ته د اسعارو د لیلام په پروسه کې یو لړ هڅوونکي پروګرامونه په پام کې نیولي دي.
دا اسانتیاوې هغو صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو لپاره چې خپلې کړنې یې میکانیزه کړي او خپل جوړښت یې له انفرادي بڼې څخه د صرافۍ شرکت او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته بدل کړی وي، لاندې ګټې تر شاه لري:
- د یو شمېر انفرادي صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو لپاره چې د افغانستان بانک لخوا د متحدالمال له ترلاسه کولو وروسته یې د یوې میاشتې په موده کې خپل جوړښت له انفرادي بڼې څخه شرکتي ته اړولی وي، د اسعارو د لیلام په پروسه کې ورته ۱۰ پیسې تخفیف ورکول کیږي.
- د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو لپاره چې له یوې میاشتې وروسته خپل جوړښت له انفرادي حالت څخه شرکتي ته بدل کړي، د اسعارو د لیلام په پروسه کې ورته ۵ پیسې تخفیف ورکول کیږي.
- همدا ډول، د صرافۍ او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته اجازه ورکول کیږي چې د لیلام په هره پروسه کې د اسعارو د ټولیزه خرڅلاو څخه ۵ سلنه وپیري، حال دا چې په تیر کې دا شمېره ۳ سلنه وه.
- په ورته وخت کې، هغه بانکونه چې د اسعارو د لیلام په پروسه کې ګډون وکړي، کولای شي د لیلام د ټولیزه مبلغ ۱۰ سلنه وپیري.
دا موضوع د دوو بېلا بېلو غونډو په ترڅ کې د سوداګریزو بانکونو استازو، صرافانو او د پولي خدمتونو له وړاندې کوونکو سره شریکه شوه.
د افغانستان بانک له همدې لارې ډاډ ورکوي چې د بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو لپاره د مناسبې زمینې او چاپیریال د برابرولو لپاره به د هېواد د مالي او بانکي سکتور اړوندو قوانینو په اډانه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي.