د افغانستان بانکي او مالي انستیتوت د بیا فعالېدو په اړه غونډه جوړه شوه

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۶:۴۵
۱۴۴۶ د ربیع الاول ۶ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ د افغانستان د بانکي او مالي انستیتوت د سهمدارانو، مسفا ادارې او د افغانستان د بانکونو ټولنې د اجرائیوي رئیس په ګډون غونډه جوړه شوه.

۱۴۴۶ د ربیع الاول ۶ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ د افغانستان د بانکي او مالي انستیتوت د سهمدارانو، مسفا ادارې او د افغانستان د بانکونو ټولنې د اجرائیوي رئیس په ګډون غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د دې انستیتوت بیا فعالېدنه د خورا ارزښت وړ یاده کړه، نوموړي زیاته کړه دا چې د افغانستان بانک غواړي، ترڅو په هېواد کې اسلامي بانکوالۍ ته پراختیا ورکړي، نو د دې انستیتوت بیا فعالیدنه به وکولای شي چې د بانکونو د کارکوونکو د وړتیاوو او پوهې په لوړولو کې مهم رول تر سره کړي.

ښاغلي صدیق الله خالد وویل، د افغانستان بانک ژمن دی چې د بانکي سکتور د ټینګښت او درنو هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په ټولو برخو کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي، د نوموړي په خبره د دې انستیتوت د بیا فعالیدو پرېکړه هم د همدې موخې لپاره تر سره شوې ده.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د یاد انستیتوت د مالي تمویل، ښوونیزو پروګرامونو، تشکیلاتي جوړښت، عوایدو او لګښتونو، پالیسیو، کړنلارو، له کورنیو او بهرنیو اکاډمیکو مرکزونو سره پر اړیکو ټینګولو، تخنیکي همکاریو، سالم رقابت رامنځته کولو، معلوماتو او تجربو پر شریکولو، معیاري ښونیزو خدمتونو پر وړاندې کولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو هم بحثونه تر سره شول.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د یاد انستیتوت د اساسنامې جوړولو لپاره یوه کمېټه و ټاکل شوه، ترڅو د اساسنامې تر جوړولو وروسته د هغې په رڼا کې فعالیتونه تر سره کړي.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک د هېواد پولي بازارونه په دقت سره څاري او د بیو د ثبات په موخه لازم اقدامات ترسره کوي. د افغانستان بانک کافي سرچینې لري او د اړتیا په صورت کې د هېواد د بازارونو او مالي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۷:۶
Background image

د همغږۍ، عامه پوهاوي، چارو ته د لا زیاتې پاملرنې او همکارۍ په موخه د ورکشاپ جوړیدل

۱۴۴۶ ربیع الثاني ۳ مه – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ د افغانستان بانک د مرکزي دفتر، زونونو او ولایتي نمایندګیو د مسئولینو او کارکوونکو ترمنځ په کابل کې درې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۸:۱۷
Background image

د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د برېښنایي کېدلو په اړه استماعیه غونډه جوړه شوه

۱۴۴۶ ربیع الاول ۹ مه – د افغانستان بانک غواړي چې په مالي او بانکي برخو کې برېښنایي خدمتونو برخې ته پراختیا ورکړي،  د دې برخې د پیاوړتیا لپاره کمېټه ټاکل شوې او نن یادې کمېټې د سوداګریزو. . .

بېرته خبرونه ته