د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو. د دغه هوکړهلیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې جوړه شوې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیقالله خالد، وویل چې د دغه ډول هوکړهلیکونو له لارې د هېوادوالو لپاره د مناسبو او متنوع اسلامي مالي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابرېږي او د کوچنیو، وړو او منځنیو تشبثاتو د تمویل په برخه کې مالي سرچینو ته د لاسرسي فرصتونه پراخېږي.
نوموړي زیاته کړه چې د دغه هوکړهلیک له مخې به په لومړنیو پړاوونو کې بانکونو او مالي مؤسسو ته تخنیکي او مسلکي ملاتړ برابر شي. او همدارنګه به په دې پړاو کې د یاد بنسټ له لوري پنځو بانکونو او یوې د وړو تمویلاتو مؤسسې ته د شاوخوا یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت بلاعوضه مرستې ورکړل شي، ترڅو د کوچنیو، وړو او منځنیو تشبثاتو د تمویل په برخه کې ترې استفاده وشي او دا لړۍ به دوام ولري.
د نوموړي په وینا، په راتلونکو پړاوونو کې به هغه ټول بانکونه او تمویلي مؤسسات، چې ټاکل شوي شرایط پوره کوي، له دغو مرستو او اړوندو اسانتیاوو څخه برخمن شي. همدارنګه به د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره، چې له دې وړاندې یې په نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کړی، د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو او د هغوی د تمویل په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو ته هم پاملرنه وشي.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال وویل چې د هېواد مالي او بانکي سکتور په وروستیو کې د پام وړ وده کړې او افغانستان بانک هڅه کوي چې د هېوادوالو لپاره د تمویل مناسب فرصتونه برابر کړي، ترڅو له یوې خوا د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او له بلې خوا د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره شي. نوموړي زیاته کړه چې هڅه کېږي دغه ډول مالي خدمتونه د هېواد ټولو برخو ته ورسېږي او هېوادوال په بېلابېلو سیمو کې له دغو اسانتیاوو څخه برخمن شي.
د دغه هوکړهلیک له مخې به د مالي سکتور د پیاوړتیا، د وړو، کوچنیو، منځنیو او لویو تشبثاتو مالي سرچینو ته د لاسرسي د پراختیا، د اسلامي مالي خدمتونو د ودې او د مالي مؤسسو د ظرفیت لوړونې په برخو کې ګډې همکارۍ ترسره شي. همدارنګه به بانکي او غیر بانکي مالي مؤسسو ته تخنیکي او مسلکي مرستې، روزنیز پروګرامونه او د ظرفیت لوړونې لازم فرصتونه برابر شي.
په دې هوکړهلیک کې د مالي سکتور د روڼتیا، حسابورکونې او سالمې ادارې د پیاوړتیا او د اسلامي مالي محصولاتو پر بنسټ د تضمیني میکانیزمونو د اغیزناکتیا د لوړولو په برخو کې هم د همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی دی.
په غونډه کې د یادې مؤسسې د اُمنا پلاوي رئیس، ښاغلي راجر توماس پیلټزر، هم خبرې وکړې او د دغه هوکړهلیک له لاسلیک څخه یې خوښي څرګنده کړه. نوموړي د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکاریو د دوام او پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دوی په اړوندو برخو کې د همکاریو پراختیا ته ژمن دي.
د یادونې وړ ده چې د دغه هوکړهلیک موخه د افغانستان د مالي سکتور د پیاوړتیا، اسلامي مالي خدمتونو ته د لاسرسي د پراختیا او د هېواد د کوچنیو، وړو او منځنیو تشبثاتو د تمویل لپاره د مالي سرچینو د برابرولو په برخه کې د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو د یوه منظم چوکاټ رامنځته کول دي.
