د افغانستان بانک خبرتیا!

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۵ - ۱۵:۱۹
د افغانستان بانک خبرتیا!

د مخکینیو خبرتیاوو په تعقیب، د افغانستان بانک یو ځل بیا درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې ځینې وګړي لا هم د فوریکس د آنلاین سوداګرۍ په نوم مالي معاملې ترسره کوي. د افغانستان بانک تر اوسه هیڅ وګړي یا شرکت ته د فوریکس آنلاین فعالیتونو جواز نه دی صادر کړی او د هغوی فعالیتونه غیر قانوني دي. نو له دغو وګړو او شرکتونو سره معاملې بې خطره نه دي او د هېوادوالو لپاره مالي زیانونه رامنځ ته کوي، له درنو هېوادوالو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د دا شان وګړو او شرکتونو سره له معاملو څخه ډډه وکړي.

د افغانستان بانک هڅه کوي چې د دا ډول فعاليتونو تر سره کوونکي وپېژني او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې معرفي کړي، څو له سر غړونکو سره قانوني چلند وشي.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۱۶:۱
Background image

د افغانستان بانک ۱۰ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

۱۴۴۴ ربیع الاول ۵ مه- د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۴ کال د ربیع الاول د میاشتې په ۶ نېټه (۱۴۰۱/۰۷/۱۰) د یک شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې (۱۰) میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۵:۵
Background image

ملت ته د حساب ورکولو برنامه کې د افغانستان بانک د غوره کړنو او فعالې ونډې اخیستنې له کبله د افغانستان بانک مشرتابه ته د ستاینلیک ورکړه

۱۴۴۴ ربیع الاول ۱ – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر ( حاجي ادریس) ته ملت ته د حساب ورکولو برنامه کې د افغانستان بانک غوره کړنو او د فعالې ونډې اخیستنې له کبله د ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۴:۵۰
Background image

په استانبول ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان د مرکزي بانکونو فورم د څلورمې غونډې جوړېدل

۱۴۴۴ د صفر المظفر ۲۸ – ۲۹ مه – د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۵ او ۲۶ نېټه د ترکیې هېواد په استانبول ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان د مرکزي بانکونو فورم چې د نړۍ ۵۷ هېوادونه یې غړیتوب لري. . .

بېرته خبرونه ته