د افغانستان بانک د دوو آمرینو کړنې وستایل شوې 

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۲۶ - ۱۶:۲
د افغانستان بانک د دوو آمرینو کړنې وستایل شوې

د ۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۶ مه -  د افغانستان بانک مشر تابه پلاوي د دوو آمرینو د ستایلو په موخه د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې غونډه جوړه کړه.

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د یوې غونډې په ترڅ کې د مالي چارو د څارنې آمر ښاغلي سلیم صلاح او د تدارکاتو آمر  ښاغلي اباسین مل له کړنو ستاینه وکړه.

ښاغلي صدیق زیاته کړه چې د ادارې اصولو پربنسټ تر ټولو مهمې چارې مکافات او مجازات دي او د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی ځان ژمن بولي چې خپل ریښتیني، بریالي او کارپوه کسان وستایي او ترڅنګ یې هغه کسان چې کارونه یې تت او له ستونزو سره مخ وي مجازات کړي، خو د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان بانک کارکوونکي ستایل کېږي.

د افغانستان بانک تل هڅه کړې ترڅو ټول چارې یې رڼې او دقانون په رڼا کې ترسره شي چې له څه مودې راهیسې له سوداګریزو بانکونو څخه څارنه او نور مالي او تدارکاتي چارې د ملي تدارکاتو ادارې په همغږۍ په ښه توګه ترسره شوي دي.

د افغانستان بانک ټینګار کوي چې د مالي نظام پاکوالی لپاره خپلې هلې ځلې دوامداره وساتي او په هېواد کې ټولې مالي کړنې د نړیوالو د باور او اعتماد ترڅنګ رڼې او د مالي قوانینو تر سیوري لاندې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر، د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي او ګڼ شمېر آمرینو هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته