د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۱۵:۳۹
د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

۱۳۹۹ د کب ۲۴ مه ـ د افغانستان بانک عالي شورا چې د دې بانک د تصمیم نیولو تر ټولو غوره مرجع ده، نن یې د ۱۴۰۰ مالي کال لومړنۍ نوبتي غونډه جوړه کړه.

دا غونډه د افغانستان بانک د لوی ریاست د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په مشرۍ او د افغانستان بانک د عالي شورا د نورو غړو په ګډون له لرې واټن څخه په آنلاین ډول جوړه شوه. په  دې غونډه کې د افغانستان بانک د اجرااتو او د کال د لومړیو دریو میاشتو لپاره د مخکې ټاکل شویو پروګرامونو د پلي کېدو پر څرنګواليباندې د بحث تر څنګ د افغانستان د اقتصادي وضعیت، د پولي سیاست د پلي کېدو په څرنګوالي، د بانکي نظام په کړنلارو او د هغه په څارنې، د هېواد مالي نظام، د اداینو د برېښنايي کولو د بهیر په چټکتیا، د بانکدارۍ د نظام په پراختیا او د افغانستان بانک اړوند په یو شمېر اداري موضوګانو باندې بحث او نظرونه تبادله شول او د افغانستان بانک د قانون د حکمونو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.

د یادونې وړ دهچې د افغانستان بانک عالي شورا په ربعواره توګه په کال کې څلورغونډې جوړوي چې په کې د دې بانک پر سیاستونو،د بانک د کړنو پر طرحې، اجراآتو او لاسته راوړونو بحث او د نظرونو تبادله تر سره کېږي او د افغانستان بانک د کړنو او د هېواد د مالي او بانکي نظام د ښه والي لپاره په کې اړینې پرېکړې کېږي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته