د افغانستان بانک سرپرست رئیس پر مشرۍ له سویل ختیځ زون لیدنه

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۱۳:۵۷
د افغانستان بانک سرپرست رئیس پر مشرۍ له سویل ختیځ زون لیدنه

۱۴۰۱ وری ۱۰– د افغانستان بانک د زونونو او نمایندګیو څخه د لیدنې او څارنې په لړ کې دا ځل د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادریس او ور سره پلاوي سویل ختیځ زون ته سفر وکړ او د دې زون له نمایندګیو یې لیدنه وکړه. په دې پلاوي کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد هم ګډون درلود.

د دې سفر موخه د سمونونو راتګ، د چارو تنظیم، همغږي، د مدیریتي چارو اغېزناکتیا او د ګروپي کار په وسیله د افغانستان بانک بنسټیزو موخو ته رسېدنه ده.

یاد پلاوي له نمایندګیو څخه تر لیدنې وروسته په جنوب ختیځ زون کې د ټولو نمایندګیو د استازو په ګډون د چارو د لا همغږۍ په موخه غونډه تر سره کړه چې د غونډې په اوږدو کې هر اړخیز بحثونه وشول او د ستونزو د حل په موخه د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادريس اړوندو څانګو ته اړینې لارښوونې وکړې.

د افغانستان بانک سرپرست د سویل ختیځ زون له کارکوونکو څخه و غوښتل چې خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه دې په پوره مسئولیت، اخلاص او صداقت سره چارې تر سره کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته