د افغانستان بانک لومړي مرستیال ختیځ زون ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دې زون له نمایندګیو لیدنه وکړه

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۲۳
د افغانستان بانک لومړي مرستیال ختیځ زون ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دې زون له نمایندګیو لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ یو پلاوي د افغانستان بانک ختیځ زون ته سفر وکړ او د دې زون له مرکز، جلاآباد ښاري څانګې، ګمرک، لغمان، کنړ او تورخم نمایندګیو څخه یې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د ختیځ زون د آمریت د فعالیتونو اړوند اسناد وکتل، تر هغې وروسته یې د ختیځ زون د پولي سیاست، د غیربانکي چارو د څارنې، د بانکي چارو د څارنې او مالي خدمتونو، د مالي راپورونو د تحلیل مدیریتونو او نورو اړوندو برخو راپورونه واورېدل او د چارو د لا ښه‌والي په موخه یې مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یاد زون له مسئولینو سره تر کتنې او د دې زون د فعالیتونو تر هر اړخیزې لیدنې او د خزانې تر کتنې وروسته د دې زون د کنړ او لغمان ولایتونو له نمایندګیو، جلال آباد ښاري څانګې، ګمرک او تورخم له نمایندګیو هم لیدنه وکړه.

ښاغلي خالد او مل پلاوي د یادو نمایندګیو د فعالیتونو د سندونو او خزانو هر اړخیزه کتنه وکړه او مسؤلینو ته یې د صداقت په بنسټ د کار کولو، له فساد سره د جدي مبارزې، د سؤ استفادې د مخنیوي، خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو، اسلامي بانکوالۍ د ښه تطبیق او د سوداګریزو بانکونو له لوري درنو هېوادوالو ته د اسلامي تمویلاتو د زیاتولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یاد زون په نمایندګیو کې د ACSS  سیسټم له لارې د عوایدو راټولولو عملي تطبیق څارنه هم وکړه، نوموړي د برېښنایي بانکوالۍ په ارزښت خبرې وکړې او مسئولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د مالیې د وزارت ټول عواید د همدې سیسټم له لارې راټول او پر وخت سره یې د یاد وزارت په حسابونو کې جمع کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې لیدنو کې د ختیځ زون کارکوونکو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د افغانستان بانک له لومړي مرستیال او مل پلاوي سره شریک کړل.

په دې سفر کې د افغانستان بانک د مرکزي زون آمر، ښاغلی مولوي فضل‌الله متوکل، او د افغانستان بانک د ټولو ناظر ادارې مرستیال، ښاغلي رقیب‌الله ابراهیمي، هم د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ملتیا کوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۹
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ له مسئولینو سره وکتل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ای سي جي ایف)  له مرستیال ښاغلي ډرک جوزف ټیسن او مل پلاوي سره وکتل. د دې غونډه موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۸:۳۳
Background image

د افغانستان بانک له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۸ کال د محرم الحرام ۲۹- د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي د ۱،۱۴۱،۶۶۰،۰۰۰ (یو میلیارد او یو سل و یو. . .

بېرته خبرونه ته