د افغانستان بانک مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د آسانتیا او د مالي شمولیت لپاره د زمینې برابرولو په موخه لاندې پرېکړې تر سره کړې دي:

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۱۱:۲
د افغانستان بانک مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د آسانتیا او د مالي شمولیت لپاره د زمینې برابرولو په موخه لاندې پرېکړې تر سره کړې دي:

۱- انفرادي حسابونه یوازې د تذکرې، پاسپورت، موټر چلولو د جواز، تحصیلي اسنادو او ورته نورو اسنادو په موجودیت کې پرانیستل کېدای شي، د حسابونو تر پرانیستلو وروسته بانکونه کولای شي د خطرونو په پام کې نیولو سره له پېرودونکو اړین معلومات تر لاسه کړي او په مختلفو کټګوریو کې یې ځای پر ځای کړي.

۲-  د بانکي حساب پرانیستلو لپاره د لومړنۍ زیرمې ( Initial Deposit) اندازه د انفرادي حساب پرانیستلو لپاره  ۵۰۰  افغانیو او د شرکتي حساب پرانیستلو لپاره ۲۰۰۰ دوه زره افغانیو ته را ټیټه شوې ده.

۳-  د غیر فعالو بانکي حسابونو د بیا فعالولو او د بانکي حساب د تړلو فیسونه له منځه وړل شوي دي.

۴-  د غیر فعالو بانکي حسابونو څخه د ساتنې (میاشتنی یا کلنی) فیس نه اخیستل کېږي.

۵-  د فعالو شرکتي حسابونو کلنی فیس له ۱۰۰۰ زر افغانیو او د فعالو انفرادي حسابونو فیس له ۲۰۰ دوه سوه افغانیو څخه لوړ نه ټاکل کېږي.

۶-  د مالي پېرودونکو د پېژندنې کارت د بیا ځلي چاپ فیس له ۱۰۰  افغانیو څخه لوړ نه دی.

۷-  د پېرودونکو د بانکي صورت حساب ( Bank Statement ) چاپول په میاشت کې یو ځل وړیا دي، د بیا ځلي غوښتنې په صورت کې یوازې لس افغانۍ له پېرودونکي څخه تر لاسه کېدای شي. همدارنګه د شرکتي حسابونو لپاره په میاشت کې یو ځل وړیا او د بیا ځلي غوښتنې په صورت کې د هرې پاڼې په مقابل کې ۵ افغانۍ اخیستل کېدای شي.

د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه ژمن دی تر څو د درنو هېوادوالو لپاره اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي او په دې وسیله د هېواد د مالي خدمتونو د پراختیا او د افغانستان د اقتصادي رغښت په برخه کې خپل مثبت رول تر سره کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

بېرته خبرونه ته