د افغانستان بانک ۱۴ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۴:۵
د افغانستان بانک ۱۴ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

۱۴۴۴ ذوالقعدة الحرام ۳ مه - د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۴ کال د ذوالقعدة الحرام د میاشتې په ۴ نېټه (۱۴۰۲/۰۳/۰۳) د چهار شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (۱۴) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۶:۱۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو درنو هېوادوالو، د بانکي سکتور مشتریانو او اړوندو ذینفعانو ته خبر ورکول کیږي چې په افغانستان کې د فعالیت لرونکي الفلاح بانک د افغانستان د څانګې مالکیت، د افغانستان بانک تر څارنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د افغانستان بانک او د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترمنځ د الکترونیکي تذکرو د معلوماتو شریکولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د بانکي مشتریانو د هویت د تثبیت، د جعل او درغلۍ د مخنیوي او د بانکي خدمتونو د لا ښه وړاندې کولو په موخه، د افغانستان بانک او د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترمنځ د الکترونیکي تذکرو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

بېرته خبرونه ته