د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۲ - ۱۲:۳۳
د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1444 جمادی الثانی 9 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1444 کال د جمادی الثانی د میاشتې په 10 نېټه (13/10/1401) د  سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۲۳
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ختیځ زون ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دې زون له نمایندګیو لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ یو پلاوي د افغانستان بانک ختیځ زون ته سفر وکړ او د دې زون له مرکز، جلاآباد ښاري څانګې، ګمرک، لغمان، کنړ او تورخم نمایندګیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د سوداګریزو بانکونو له لوري د ټولګټو پروژو د تمویل میکانیزم لاسلیک شو

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د افغانستان بانک او ماليې د محترم وزارت ترمنځ د سوداګریزو بانکونو د ګډون له لارې د ټولګټو پروژو د تمویل. . .

بېرته خبرونه ته