د امریکا د سیټي بانک له چارواکو سره آنلاین غونډه جوړه شوه
۱۴۰۰ کال د وري ۲۳ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د امریکا د سیټي بانک له چارواکو سره آنلاین غونډه جوړه کړه.
دا غونډه له نړیوالو مالي ادارو او مؤسسو سره د اړیکو د پیاوړتیا او تنظیم او همدا ډول د معلوماتو او تخنیکي همکاریو، بانکي اړیکو د پیاوړتیا، د تجربو شریکولو او همدارنګه د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پورونو په ورکړه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو او د هېواد د اقتصادي پراختیا او پرمختګ په موخه جوړه شوې وه.
د غونډې په پیل کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د افغانستان د ټولیز اقتصادي وضعیت په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او له افغانستان سره یې د سیټي بانک په ځانګړې توګه د بانکوالۍ په برخه کې له مخکنیو همکاریو مننه وکړه او په دې برخه کې یې پر لا ډېرو همکاریو او د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
د سیټي بانک استازو په دې غونډه کې له افغانستان سره د هر ډول تخنیکي همکاریو، د معلوماتو او تجربو د شریکولو او اغېزناکو بانکي اړیکو د پراختیا ژمنه وکړه او په دې برخه کې یې د تیارۍ ډاډ ورکړ.