د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان: د څېړنې او پراختیا ارشد مدیر
آمریت: د ریسک ادارې او د قانون رعایتولو لوی آمریت
گرېډ: نهم (۹)
د پیل نېټه: ۱۴۴۸ د ربیع الثاني ۱۴
د پای نېټه: ۱۴۴۸ د ربیع الثاني ۲۸
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسوولیتونه:
• د اړوندو کارکوونکو د کړنو مدیریت، رهبري، څارنه، کنترول او ارزونه؛ د کار د ښه والي لپاره د هڅونې رامنځته کول، د کار اغېزناکتیا او مولدیت زیاتول، د روزنیزو اړتیاوو ټاکل او د هغوی د ظرفیت لوړول؛
• د پالیسیو، مقرراتو، کړنلارو، لایحو او د رڼو او حساب ورکوونکو معیاري سیستمونو په طرحه، ترتیب او پراختیا کې همکاري، د ستراتیژیکو او کاري پلانونو تطبیق او د تطبیق له څرنګوالي څخه څارنه؛
• د ریسک مدیریت پالیسۍ، د ریسک ارزونې چوکاټ، د قانون رعایتولو پالیسۍ او نورو نافذو قوانینو او مقرراتو له بشپړ تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کول؛
• د افغانستان بانک له اړوندو آمریتونو څخه د حقوقي ریسک په اړه د ترلاسه شوو مکتوبونو د صحت او کیفیت تصدیقول؛
• د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ریسک مدیریت د پراختیا په اړه د څیړنو ترسره کول او د ریسک مدیریت او قانون رعایتولو په برخه کې د پرمختګونو د څرنګوالي په اړه کلني څېړنیز پروګرامونه ترتیبول؛
• د تر اغېز لاندې مدیرانو له لورې د ترسره کېدونکو څېړنیزو پروژو همغږي او څارنه؛
• مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته له وړاندې کولو مخکې د څیړنې او پراختیا له پایلو څخه ډاډ ترلاسه کول؛
• د ریسک مدیریت او د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د نړیوالو بدلونونو او معیارونو ارزونه او د افغانستان بانک په پالیسیو او کړنلارو کې د هغو ځای پر ځای کول؛
• مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د څېړنې او پراختیا د پایلو په اړه د دوامداره راپورونو وړاندې کول؛
• د څېړنې او پراختیا د ریسک اړوندو پالیسیو، کړنلارو او میتودولوژیو بیاکتنه، زیاتونه او تعدیل؛
• د پېژندل شوو ریسکونو د صحت، د څېړنې او پراختیا د ریسک د ارزونې پروسې او له اړوندو آمریتونو سره د ریسک کمولو پلان له تعقیب څخه ډاډ ترلاسه کول او په دې برخه کې له تر اغېز لاندې مدیرانو سره د همکاري او همغږۍ؛
• د ریسکونو د اشتها او زغم د کچې د تطبیق لپاره د افغانستان بانک د ریسک مدیریت او قانون رعایتولو کمېټې ته د اغېزناکو نظرونو او وړاندیزونه وړاندې کول؛
• د څېړنیزو راپورونو (څېړنیزو مقالو) ترتیبول او د ریسک مدیریت او قانون رعایتولو کمېټې ته یې وړاندې کول؛
• د تر اغېز لاندې مدیرانو له لورې د څېړنیزو موندنو څخه ډاډ ترلاسه کول؛
• په روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول او د افغانستان بانک د اړوندو کارکوونکو لپاره د روزنیزو (د ریسک کلتور د ترویج)، پوهاوي او ظرفیت لوړونې پروګرامونو جوړول؛
• د ریسک مدیریت او د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د څېړنې او پراختیا په اړه تر اغېز لاندې مدیرانو سره همکاري کول؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د هغو نورو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له لارښوونې سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.
د زده کړې درجه:
• لږ تر لږه د اقتصاد، مدیریت، مالي او بانکي، اداره او سوداګري، حقوقو، عامه ادارې او یا محاسبې په برخو کې د لیسانس سند درلودل؛ په پورته برخو کې د ماسترۍ سند ته لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربه:
• د دندې اړوند لږ تر لږه (۴) کاله کاري تجربه درلودل.
مهارتونه او وړتیاوې:
• په رسمي ژبو او انګلیسي ژبه کې د لوړ مهارت درلودل؛
• د مدیریتي مهارتونو درلودل؛
• په خبرو کې فصاحت او بلاغت او د دندې د محرمیت ساتل؛
• له بانکي قوانینو، مقرراتو او د افغانستان بانک د دندو او موخو سره بلدتیا؛
• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا درلودل؛
• د کاري مسوولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل؛
• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛
• د وظیفوي موضوعاتو د تحلیل، د مالي موضوعاتو د تفسیر او تعبیر او د دقیقې راپور ورکولو وړتیا درلودل.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.