د خوړو د خوندیتوب د اسلامي سازمان له استازو سره غونډه

۱۴۴۳ رمضان ۱۸ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادریس پر مشرۍ د خوړو د خوندیتوب د اسلامي سازمان (IOFS) له استازو سره د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادریس د دې سازمان له رئیس څخه مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې یې د افغانستان له خلکو سره د خوړو د خوندیتوب په برخه کې بشرپاله مرستې تر سره کړي دي.
ښاغلي حاجي ادریس زیاته کړه چې د افغانستان بانک په مالي او بانکي برخو کې د اصولو او مقرراتو په رڼا کې له دې سازمان سره د همکارۍ لپاره چمتو دی او ژمن دی چې په یادو برخو کې به د ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو لپاره اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.
باید وویل شي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد هم ګډون درلود او د پیسو د نړیوالو لېږدونو په اړه یې خبرې وکړې.
ښاغلي عبدالقدیر احمد یادونه وکړه چې دا مهال د سوداګریزو بانکونو لخوا د بشرپاله مرستو د نړیوالو لېږدونو (TT) په برخه کې هېڅ ډول محدویت نشته او ټول نړیوال بنسټونه کولای شي له افغانستان سره له دې لارې د پیسو د لېږد را لېږد چارې تر سره کړي.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د خوړو د خوندیتوب د اسلامي سازمان مشر هم خبرې وکړې او په مالي او بانکي برخو کې یې د افغانستان بانک د همکارۍ غوښتنه وکړه.