د صرافانو ټولنې له استازو سره د همغږۍ غونډه
۱۴۴۵ د ربیع الثاني ۲۹ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په مشرۍ د صرافانو ټولنې له استازو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه او په دې غونډه کې د افغانۍ د ثبات، د افغانۍ د ترویج او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وشوې.
په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري د افغانۍ د مبادلې نرخ د ټیکاو ساتنې، د افغانستان بانک له قوانینو او مقرراتو څخه د پیروی، افغانۍ د ترویج پر ارزښت او د افغانۍ د لا ډېر ثبات په اړه مفصلې خبرې وکړې.
د افغانستان بانک رئیس د افغانستان بانک او د صرافانو د ټولنې ترمنځ پر لازیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او د هېواد په پولي بازارونو کې یې د صرافانو رول ارزښتناک وباله، نوموړي اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه چې د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د صرافانو د فعالیتونو د میکانیزه کولو لپاره کار وکړي.
د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د صرافانو د ټولنې د استازو نظرونه او وړانديزونه واورېدل شول او د صرافانو ټولنې هم د همکارۍ ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د اړوندو ادارو استازو او د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو آمرینو هم ګډون درلود او د ذکر شویو موضوعاتو په اړه یې مفصل بحثونه وکړل.