د مالي خدمتونو د پراختیا د ملي ستراتيژۍ د پلي کېدو دویمه غونډه

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۵ - ۱۰:۲۱
د مالي خدمتونو د پراختیا د ملي ستراتيژۍ د پلي کېدو دویمه غونډه

کابل، ۱۳۹۸ کال د کب ۱۴ مه – د افغانستان بانک د مالي خدمتونو د پراختیا د لوی آمریت په مشرۍ د مالي خدمتونو د پراختیا د ملي ستراتيژۍ د څلورګوني ډلې دویمه غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې اړوندو ادارو ته د سپارل شویو دندو د پلي کېدو، په دې برخه کې د همغږۍ د رامنځته کولو او  د کاري پلان د څرنګواليپه اړه خبرې اترې وشوې او د یادې موضوع په اړه لازمې پرېکړې ونیول شوې.

باید وویل شي چې د مالي خدمتونو د پراختیا د ملي ستراتيژۍ لومړۍ غونډه یوه میاشت وړاندې جوړه شوې وه چې په کې د اړوندو ادارو ترمنځ د دندو پر وېش او دغه راز پر یو شمېر نورو موضوعګانو خبرې شوي وې.

د یادونې وړ ده چې د مالي خدمتونو د پراختیا د ملي ستراتيژۍ د پلي کېدو په دې ډله کې د افغانستان بانک د یو شمېر اړوندو ادارو پر استازو سربېره د مالیې، اقتصاد، کلیو د پراختیا، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو او بانکونو د ټولنې استازي شامل دي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته