د هوکړه لیک د لاسلیک غونډه
![د هوکړه لیک د لاسلیک غونډه](/sites/default/files/2019-09/dabwebsitefinal_0_0.jpg)
کابل، د ۱۳۹۸ کال د تلې ۸ مه – د افغانستان بانک او د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت تر منځ د مالي پوهې لوړولو او مقطعي پانګې د لېږد په اړه هوکړه لیک لاسلیک شو.
د هوکړه لیک د لاسلیک په اړه جوړه شوې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر یادونه وکړه چې په مالي برخه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کارکوونکو ته روزنه، د بانکونو له لوري په کلیوالي سیمو کې د پور د ورکړې په برخو کې همکاري او د سپما په اړه خلکو ته د پوهاوي ورکړه په دې هوکړه لیک کې شامل دي.
د نوموړي په خبره د دې هوکړه لیک له مخې به د افغانستان بانک مسئولین د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کارکوونکو ته روزنه ورکوي او یاد کارکوونکي به خپلې روزنیزې تجربې په کلیوالي سیمو کې له خلکو سره شریکوي.
ښاغلي نوشېر یاد هوکړه لیک د افغانستان بانک او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په ګټه یاد کړ او په دې برخه کې یې له یادو وزارت سره د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.
باید وویل شي چې په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ښاغلي مجیب الرحمن کریمي یادونه وکړه چې په روان کال کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د هېواد په کلیوالي سیمو کې څه باندې ۸ زره بیخبنسټیزې پروژې ترلاس لاندې لري.
نوموړي په خبره د دې پروژو له کبله د ټول هېواد په کچه نږدې ۱۳ میلیون کاري فرصتونه رامنځته شوي دي چې د یادو دندو ۸۰ سلنه برخه یې د ښځو لپاره دي.
ښاغلي کریمي د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان بانک له همکارۍ مننه وکړه چې تر کلیوالي سیمو د یادو پروژو د مالي لګښتونو په برخه کې ورسره مرسته کوي.
پاتې د نه وي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي، په کلیوالي سیمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ښځو د پیاوړتیا د پروګرام مشر ښاغلي رحمت الله قریشي، د افغانستان بانک د بېلابېلو ادارو آمرینو او کارکوونکو سربېره د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت یو شمېر استازو هم ګډون کړی وو.